د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزېشن ګوندونه د مولانا فضل الرحمان احتجاج کې ګډون ته ولې زړه نا زړه دي؟


د اپوزېشن ګوندونو د مشرانو پخوانی عکس
د اپوزېشن ګوندونو د مشرانو پخوانی عکس

پراګ - د جمعیت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان اعلان کړی دی چې د اکتوبر پر ۲۷مه به اسلام اباد ته روان شي او د اکتوبر له ۳۱مې به د اسلام اباد په ډي چوک کې تر هغه وخته پرلت وهي چې د دوي په وینا ، حکومت یې نه وي ړنګ کړی.

د مسلم لیګ نون ، پيپلز ګوند ، عوامي نېشنل ګوند ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د اپوزېشن یو شمېر نورو ګوندونو ویلي چې دوی د دې احتجاج مرسته او ملاتړ کوي خو د ګډون اعلان یې نه دی کړی.

د اپوزېشن تر ټولو لوی ګوند مسلم لیګ نون له سنېټر سردار یعقوب ناصر څخه مو وپوښتل چې دوي که د اوسني حکومت مشروعیت نه مني نو بیا یې پرضد په احتجاج کې ولې ګډون نه کوي؟

ده وویل ، په دې اړه به د اکتوبر پر ۱۴مه ورستۍ پرېکړه د مسلم لیګ نون د مشرانو په غونډه کې وشي.

"غونډه کوي او نواز شریف په دې اړه شهباز شریف ته لیک لېږلی دی او بیا به پر هغه خبره وشي او بیا به له مولانا فضل الرحمان سره د هغه د احتجاج پر طریقه کار خبرې وشي او بیا به له هغه وروسته پرېکړه وشي"

د پپلز ګوند مخکښ او د قومي اسمبلۍ پخوانی غړی اخوندزاده چټان وايي ، د اپوزېشن ګوندونو به په داسې احتجاج کې برخه اخلي چې د ټولو ګوندونو پر استازو مشتمله رهبر کمېټۍ یې اعلان کړي.

"دا د متحده اپوزېشن له خوا نه دی ، دا یوازې د مولانا فضل الرحمان د ګوند له خوا دی نو ځکه یې زموږ ګوند ملاتړ کولای شي خو ګډون پکې نشي کولای"

د عوامي نشنل ګوند ویاند او پخوانی سنېټر زاهد خان وايي ، دوي د ۲۷م اکتوبر په لاریون کې نه دي خو په اسلام اباد کې به په پرلت کې ورسره برخه اخلي.

"زموږ مشر اسفندیار ولي خان اعلان کړی دی چې که چېري حکومت د مولانا فضل الرحمان د دې احتجاج د مخنیوي هڅه کوله نو بیا به موږ هم د دې حکومت پرضد راوځو"

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ویاند او پخوانی سېنېټر رضا محمد رضا وايي ، دوي به په داسې احتجاج کې ګډون کوي چې کړنلاره او هدف یې څرګند وي.

"موږ دا وړاندیز ورته کړی دی چې د اپوزېشن د ټولې مبارزې لپاره باید لومړی په یو پراخه غونډه کې څرګنده تګلاره وټاکل شي او هدف دا وي چې د پاکستان پوځ او جاسوسي ادارې به په سیاست کې له مداخلت څخه لاس اخلي"

د سیاسي چارو پوه ډاکټر عبدالشکور د سیاسي ګوندونو د دریځونو په اړه مشال راډیو ته وویل چې د اپوزېشن ګوندونه لومړی غواړي چې په دې احتجاج په پوره توګه ځان پوه کړي.

"دوي یو پلو دا نه غواړي چې ټول نوم د مولانا فضل الرحمان جوړ شي او بل پلو دې ته انتظار کوي چې دا لاریون او پرلت پر کوم لور ځي ، که چېري بریالی کېږي نو زما په خیال بیا به یې اپوزېشن هم ټول ترشا ودرېږي"

واکمن تحریک انصاف ګوند او پوځ دواړه د اپوزېشن له خوا د درغلیو تورونه ردوي. د تحریک انصاف مشران وايي ، اپوزېشن ځکه د حکومت پرضد احتجاج کوي ، چې د دوي په وینا ، خپلې درغلۍ پټې کړي.

XS
SM
MD
LG