د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته له تور لېسټه د وتو څلور میاشتنی مهلت


د اېف اې ټي اېف مشر زیانګ من لیو
د اېف اې ټي اېف مشر زیانګ من لیو

د ناقانونه پیسو څارنې نړیوالې ادارې فاینانشل اېکشن ټاسک فورس (اېف اې ټي اېف) لاهم پاکستان په خړ نوملړ کې ساتلی او وروستۍ ګوتڅنډنه یې ورته کړې که یې د راتلونکې کال (۲۰۲۰) تر فېبرورۍ میاشتې پورې له ترهګرۍ سره تړلیو مالي چارو کې خپلځان سپین نه کړ نو تور نوملړ ته به یې واچوي.

په پېرس کې اېف اې ټي اېف مشر زیانګ من لیو خبري کنفرانس ته وویل چې پاکستان په خپل هدف کې ناکامه شوی دی ځکه یې د ۲۰۲۰ز کال د فېبرورۍ تر ورکړې وروستۍ نېټې پورې به په خړ لېسټ کې وي.

پاکستان د ۲۰۱۸ز کال له جون راهیسې د څار په خړ لېسټ کې دی او د اکتوبر له ۱۶مې راهیسې / په پیرس کې د اېف اې ټي اېف په عمومي غونډه کې د ترهګرو سره د مالي مرستو د مخنیوي لپاره د اسلام اباد پر اقداماتو بحث شوی دی.

دې ادارې نن په یو بیان کې ویلي / چې په غونډه کې فیصله وشوه/ چې پاکستان به د دوه زره شلم کال د فرورۍ د میاشتې پورې دې له نړیوال پلان سره سم له ترهه ګرو سره د مالي مرستو او تورو پیسو سپینولو مخنیوي په اړه خپل هلې ځلې نورې پیاوړې کړي ګنې پرضد به يې کاروایي کېږي.

XS
SM
MD
LG