د لاسرسي ځای

تازه خبر

شعېب سډل: د مذهبي اقلیتونو قبضه شوې مځکې ژغورو


د مذهبي لږکیو یو نړول شوی عبادت ځای
د مذهبي لږکیو یو نړول شوی عبادت ځای

کوټه - په پاکستان کي د لږکیو یا اقلیت د حقونو د تحفظ لپاره د سپریم کورت له لوري جوړ شوي د قومي کمیشن پلاوی کوټې ته تللی او هلته یېد اقلیتونو د ستونزو جاج اخیستی دی.

د کمیشن مشر ډاکټرشعیب سډل په کوټه کې خبري غونډې ته ویلي چې د پاکستان په آیین کې ټولو اقلیتونو ته برابر حقونه او مذهبي ازادي ورکړل شوې ده.

د وویل چې پر دې د عمل نه کېدو له کبله په مذهبي اقلیتونو کې نه یوازې د محرومۍ احساس زیات شوی دی بلکې له دې څخه په نړۍ کې د پاکستان بدنامي هم کېږي.

ډاکټر شعېب سډل ویلي چې په تېرو وختونو کې چې د ماشومانو د سکول په نصاب کې کوم د کرکې مواد شامل کړل شوي وو هغه نور د منلو وړ نه دي.

ده وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت وار له مخه له نصاب څخه داسې مواد اېستلي دي چې کرکه خپروي.

ډاکټر شعېب سډل دا هم وویل چې د کوټي په ګډون به د صوبې په نورو برخو کې د اقلیتونو پر مځکو د قبضو پرضد ګامونه اخلي چې حکومت یې بیرته هغوي ته ستنې کړي.

نوموړي وویل چې د لږکیو لپاره په سرکاري ملازمتونو کې د مذهبي لږکیږ لپاره د پنځه فیصده برخې د ورکړې باوري کولو لپاره پر یو شمېر وړاندیزونو کار کوي.

ده د یو پوښتنې په ځواب کې وویل چې د هند د بابري مسجد د پیښې په ردعمل کې چې په پاکستان کی د اقلیتونو عبادت خانو ته کوم زیان رسېدلی وو د هغه تر اوسه لا ازاله نده شوې.

په قومي اسمبلۍ کې د مذهبي لږکیو استازي رمېش کمار وویل چې د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوال باید دلته له مذهبي لږکیو سره ونه تړل شي.

خوبیا هم په پاکستان کي که عیسایان یا هندوان وسيژي هغه د پاکستان سره منیه کوي - دغه ډول په هندوستان کي چي کوم ۲۲ کروړ مسلمان آباد دي هغه د هندوستان سره مینه لري - او د دې یوشکاره مثال په دې ورستي کي د دوي د اختر ورځ دیوالي وه - کوم چي د کمشیریانو سره د یوالي به خاطر د توري ورځي په توګه ولمانځله -

د پاکستان سپریم کورټ په ۲۰۱۹م کال کې یو داسې کمېشن جوړ کړی دی چې په ملک کې د مذهبي اقلیتونو د حقونو د خوندیتوب لپاره کار کوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG