د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن وايي حکومت ته نور مهلت نشي ورکولی


اسلام اباد کې د 'ازادۍ مارچ' ګډونوال
اسلام اباد کې د 'ازادۍ مارچ' ګډونوال

د جميعت علمای اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ويلي دی چې حکومت په يوه کال کې درې بجټونه وړاندې کړل خو د دې باوجود یې د محصولاتو هدف ترلاسه نکړ، نو ځکه نور دې حکومت ته د يوې ورځې مهلت هم نشي ورکولی.

د نومبر پر ۶ مه د 'ازادي مارچ' ګډونوالو ته په خپله وينا کې مولانا فضل الرحمن وويل پاکستان له مالياتي بحران سره مخامخ دی او که راتلونکې بجټ هم دې موجوده حکومت وړاندې کړ نو د ملک معيشت به په مکمله توګه تباه شي.

د نوموړي وينا وه ولس په دې ملک کې د انصاف بالادستي غواړي، نو يوخوا احتساب او انصاف نشي چلېدلی. په پاکستان کې ازادي چېرته ده د اسلام اباد های کورټ يو جج شوکت صديقي فیصله واوروله، خو د هغه د ځینو قوتونو لپاره د تکليف وړ وه نو انجام يې تاسو ټولو وکتلو. د سپريم کورټ جج جسټس قاضي فايز عيسی پرضد هم د موجوده حکومت په خوښه رېفرنس داير کړل شوی دی او دا ځکه چې نوموړي د دې حکمرانانو د ګټو پرضد فیصلې اورولې دي.

دا ملک زموږ دی او په دې کې موږ عدل او انصاف غواړو او د فايز عيسی پرضد چې کوم رېفرنس داير کړل شوی دی، هغه به ورته واپس اخيستل وي. دوی نړۍ ته څه پیغام ورکول غواړي که يو جج په انصاف ولاړه فیصله واوروي او هغه د حکمرانو د ګټو پرضد وي نو د رېفرنسونو له لارې به يې کور ته لېږي.

د جميعت علمای اسلام په مشرۍ د اپوزيشن ګوندونو دا ازادي مارچ چې د اکتوبر پر۳۱مه اسلام اباد ته رسېدلی دی، له حکومته ځينې غوښتنې لري چې پکې د نورو ترڅنګد وزيراعظم استعفی او د پوځي لاسوهنې پرته بيا انتخابات کول شامل دي.

پوځ له سیاست سره کار نه لري: اصف غفور

خو د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې مشر مېجر جنرل اصف غفور په چارشنبه د پاکستان له يو شخصي ټي وي سره په خبرو کې وويل که حکومت يې د انتخاباتو امنيت لپاره ور و نه غواړي نو پوځ کله هم پخپله نه ځي. دوی هغه کار کوي چې حکومت ورته ووايي. پوځ هېڅ خواهش نه لري چې په انتخاباتو کې یوڅه کردار ادا کړي. د نوموړي په خبره پوځ له سیاست سره هېڅ سروکار نه لري.

اسلام اباد: د 'ازادۍ مارچ' ګډونوال
اسلام اباد: د 'ازادۍ مارچ' ګډونوال

بلخوا د وزيراعظم د اطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان د شورو/ چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې رسنيو ته وويل اييني او جمهوري غوښتنې هغه څوک کوي چې پخپله يې له ايين او جمهوريت سره تړاو پاتې شوی وي.

د ازادۍ مارچ ساتندویان
د ازادۍ مارچ ساتندویان

مولانا صېب خو له اولې ورځې راهيسې داسې څه غوښتنه نه وه چې حکومت ورسره پرې خبرې اترې کړې وی. زموږ مذاکراتي کمېټي چې ورسره څومره ځل ملاو شوې نو هر ځل يې يوه نوې غوښتنه کړې خو موږ هيله مند يو چې حکومتي مذاکراتي کمېټۍ او د اپوزيشن رهبر کمېټۍ به ژر د دې هر څه یوه قانوني لار راوباسي.

د ذکر ده چې حکومتي مذاکراتي کمېټۍ د نومبر پر څلورمه او پنځمه د اپوزيشن رهبر کمېټۍ سره په اسلام اباد کې دوه وارې مذاکرات وکړل خو څه نتيجې ته و نه رسيدل او دواړو کمېټیو د خبرو پر جاري ساتلو اتفاق کړی دی.

د ترهګرۍ په نامه د خلکو اوچتول ودروئ: مولانا فضل الرحمن
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:33 0:00

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG