د غلام مصطفا مېنګل هنر
غلام مصطفا مېنګل د کوټې د اسماعیل کلي اوسېدونکی دی چې له شاوخوا ۱۰ کلونو راهیسې بېلا بېلې هنري ټوټې جوړوي. مېنګل په براهوۍ ژبه کې ماسټري کړې او په یو ښوونځي کې د چپړاسي دنده لري او وايي، هنري اثار جوړول یې شوق دی او په پیسو یې نه خرڅوي. دی د بېلا بېلو شیانو په کارټنونو کې د پولیېسټرین له حفاظتي قالبه مجسمې او انځورونه جوړوي. له مېنګل سره وېډیويي مرکه وګورئ.
د فېسبوک تبصرې