د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مولانا فضل الرحمان پرلت پر حکومت فشار اچولی که نه؟


مولانا فضل الرحمان
مولانا فضل الرحمان

پراګ - د پاکستان وفاقي حکومت هغه ۱۱ صدراتي فرمانونه منسوخ کړي دي چې په قومي اسمبلۍ کې یې بې له بحثه منظور کړي وو.

د اپوزيشن ګوندونو د حکومت دا ګام ناسم بللی وو او ټينګار يې کړی وو چې پر هره قانوني مسوده بايد لومړی په پارلمان کې بحث وشي.

په دې اړه تر خبرو اترو وروسته حکومت صدراتي فرمانونه منسوخ کړي او اپوزېشن د ډپټي سپیکر پرضد جمع کړی د عدم اعتماد تحریک بیرته اخیستی دی.

په پاکستان کې د حکومت او اپوزېشن ترمنځ دا رغنده خبرې اترې په داسې وخت کې شوې دي چې د حکومت پرضد احتجاج له اسلام اباد څخه نورو ښارونو ته غځېدلی دی.

د جمعیت علما اسلام په مشرۍ کې چې په اسلام اباد کې کوم پرلت دوې ورځې وړاندې پای ته ورسول شوی ، په هغه کې د ملک ټول لوی اپوزېشن ګوندونه شامل وو او د حکومت د ړنګېدو غوښتنه یې کوله.

خو د نومبر پر ۱۴مه د حکومت او اپوزېشن ترمنځ بریالۍ خبرې اترې دا پوښتنه راپورته چې ایا اپوزېشن او که حکومت په خپله رویه کې بدلون راوستی دی.

د سیاسي چارو پوره ډاکټر عبدالشکور وايي ، پر حکومت په دې اړه ډېر فشار وو چې په پارلمان کې هغسې قانون سازي نه کېږي لکه څنګه چې په کار ده.

"دا حکومت یو پلو د وزیرانو پر ځای په مشیرانو روان وو او بل پلو د قانون سازۍ پر ځای په صدارتي فرمانونو روان وو. تر اوسه داسې د پام وړ قانون سازي نده شوې بلکې په شپه شپه به یې فرمان جاري کړ او پارلمان ته به پکې ارزښت ورنکړل شو"

خو اوس چې د اپوزېشن او حکومت ترمنځ د خبرو په نتیجه کې کوم فرمانونه بیرته اخیستل شوي دي نو دا زما په خیال د پرلت نتیجه هم ده.

"په ظاهره خو دا په پارلمان کې یو ښه کار شوی دی چې فرمانونه بیرته اخیستل شوي او اوس به پر دې بلونو بحثونه کېږي خو دې خبرې ته پام ضروري دی چې د اپوزېشن ګوندونه به تر راتلونکو پنځو کالو داسې رول لوبوي. اوس خو دوي د مولانا فضل الرحمان له پرلت څخه ګټه واخیسته"

د سیاسي چارو بل کارپوره ډاکټر خادم حسېن وايي ، په ملک کې حالات داسې حد ته رسېدلي دي چې د دې اوسني حکومت مستحکم کېدل ګران ښکاري.

"د پرلت او لاریونونو هم یو فشار شته خو په صوبو کې د غیریت اختیارول ، په سیمه او نړۍ کې د پاکستان یوازې کېدلاو د اقتصاد غورځېدل ، دا ټول عوامل په دې کې شامل دي چې په اوسنیو حالاتو کې داسې ښکاري چې حکومت به پښې ټینګې نه کړي"

دا په داسې حال کې ده چې مولانا فضل الرحمان په اسلام اباد کې د دوو اونیو تر پرلت وروسته اوس د ملک یو شمېر ښارونو کې د لویو لارو تړل پیل کړي دي.

دوي دې ته پلان ب وايي او غوښتنه کوي چې عمران خان دې استعغا وکړي خو حکومت وايي دا غیر جمهوري کار دی او دوي به یې ونکړي.

XS
SM
MD
LG