د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جامشورو پوهنتون پر ۱۷ زده کوونکیو د غدارۍ مقدمې کښل شوې


کراچۍ کې د محمد علي جناح مزار
کراچۍ کې د محمد علي جناح مزار

په سیند صوبه کې پولیسو د جامشورو د پوهنتون د ۱۷ زده کوونکیو پر ضد له ریاسته د بغاوت مقدمې درج کړي دي او ویلي يي دي چې دغه زده کوونکیو د پاکستاني ادارو پر ضد شعارونه ورکړي دي.

بل خوا د پوهنتون انتظامیه وايي زده کوونکیو په هاسټلونو کې د اوبو د ستونځې د هواري لپاره احتجاجي مظاهره کړې وه او پولیسو مقدمه له دوی سره له سلا مشورې بغیر کښل شوې ده.

د جامشورو، سیند پوهنتون د پولیسو تاڼې مشر غلام قادر پنهوار د نومبر پر ۲۰مه په دغه اړه په درج شوي راپور (اېف آي ار) کې لیکلي چې د اکتوبر په ۳۱ مه د 'جی سیند' ډلې زده کوونکیو د ریاست پرضد شعارونه ورکول او د هاسټل په دېوالونو يې د سرکا خلاف لیکونه کړي ول.

زده کوونکیو دغه تورونه رد کړي دي.

په دې اړه د نومبر پر ۲۰مه نېټه له مشال راډیو سره په خبرو کې په کراچۍ کې میشت خبریال او شنونکي ریاض سهیل وویل، چې د جامشورو پوهنتون زده کوونکیو د سیندکلتوري ورځې په مناسبت یوه غونډه جوړه کړې وه چې پکې يې د بجلۍ او اوبو د ستونځو هواري غوښتنې هم کړې وې.

نوموړي زیاته کړه: ''ځنې خلک دا د پاکستان د سلامتۍ ضد کار ګڼي. څو ځله داسې شوي دي چې د داسې مظاهره چیانو پر ضد مقدمې درج شوي دي. دغه شان یوه مقدمه څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې هم درج شوې، چېرته چې د جی سیند قامي محاذ فعالانو یو لاریون ترسره کړی وو. د جی سیند قامي محاذ د یوه مشر ثنان قریشي په ګډون د خواو شا ۱۰۰۰ کسانو پر ضد دغه مقدمه لیکل شوې ده.''

بل خوا د جامشورو د سیند پوهنتون انتظامیه وايي، زده کوونکیو په هاسټلونو کې د د اوبو د ستونځې د هواري لپاره احتجاج کاوه او پولیسو د دوی پرضد د مقدمې درجولو په وخت د پوهنتون چارواکي نه دي خبر کړي. د پوهنتون ویاند واحد حذباني د نومبر په ۲۰ مه مشال راډیو ته وویل، په زده کوونکیو د وطن دښمنۍ تورونه سم نه دي.

''په دغه ورځ زده کوونکیو د اوبو د کمي د ستونځې د هواري لپاره احتجاج کاوه. د پوهنتون د انتظامیې ورله په وخت دغه ستونځه هواره کړه. باقي په ایف ای ار کې چې کوم الزامونه لګول شوي دي چې دوی د ملک پرضد شعارونه ورکول نو په دې اړه وایس چانسلر هم سپیناوی کړی چې داسې هېڅ څه خبره نه وه. دا زده کوونکي له خپل وطن سره مینه لري، دوی پرامنه احتجاج کاوه او دغه د دوي حق دی.''

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د پاکستان امنیتي ادارو په یوشمېر سیاسي او ولسي مشرانو د غدارۍ مقدمې درج شوي، نیول شوي، تشدد ورباندې شوی او له هېواده په بهر تلو ورباندې بندیزونه لګول شوي چې د حقونو فعالان يې د بنیادی بشري حقونو سرغړونه ګڼي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG