په پاکستان کې د امریکا سفیر ویلي چې له چین سره د اقتصادي راهدارۍ په اړه پرېکړو کې پاکستان خپلواک دی. نوموړي دا خبرې تر هغه وروسته کړې دي چې په دې اړه د امریکا بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې څرګندونو ته پاکستانیو او چینايي چارواکو توند غبرګون ښودلی وو.
یوې پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په دغه هېواد کې د امریکايي سفیر پاول جونز له خولې ویلي چې د چین-پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه د هر ډول پرېکړې حق د اسلام اباد له واکدارنو سره دی.
پاول جونز دا څرګندونې د نومبر پر ۲۵مه په لاهور کې د وزیر خان جومات د بیا رغونې د کار تر څارلو وروسته خبریالانو ته کړې دي.
دا تاریخي جومات د کلتور خوندي کولو لپاره د امریکايي سفیر په ځانګړي فنډ بیا جوړېږي.
نوموړي ویلي چې د سيپیک په اړه د امریکا بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې الېس وېلز د څرګندونو هدف د یو بحث پیلول وو.
د ده په وینا، دوی دا تمه نه لري چې هر څوک دې ورسره همغږی وي او یا دې خلک د الېس وېلز د وینا له هر اړخ سره متفق وي.
پاول جونز زیاته کړې چې د الېس ویلز پر وینا باید ډېر بحثونه وشي او پاکستانیان باید په هغه ځان پوه کړي او هغه مثبت واخلي.
د ده په وینا، یوازې په پاکستان کې نه بلکې په نورو هېوادونو کې هم د پرمختګ لار د ولس د سوکالۍ لپاره ډېره مهمه ده نو ځکه دا باید شفافه وي ازاد بحثونه پرې وشي.
دا له هغه وروسته ده چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې الېس وېلز په واشنګټن کې په یو کنفرانس کې ویلي وو چې د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ د شپېتو اربو ډالرو دا منصوبه به یوازې د بیجینګ په ګټه تمامه شي.
نوموړې پاکستان ته خبرداری ورکړی وو چې له چین سره د لویو اقتصادي منصوبو ترسره کولو له کبله يې په راتلونکې کې د هېواد اقتصاد له خطر سره مخامخېدای شي.
چین او پاکستان دواړو په دې اړه غبرګون ښودلی وو او د الېس ویلز څرګندونې یې رد کړې وې.
په پاکستان کې د چین سفیر یاو جینګ ویلي چې د پاکستان او چین ترمینځ د اقتصادي راهدارۍ منصوبه کې د درغلیو خبرونه ناسم دي او ایلس ویلز د ناسمو مالوماتو په بنیاد دا خبرې کړي دي او امریکا دې له احتیاطه کار واخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د نومبر پر ۲۴مه له رسنیو سره خبرو کې د الېس ویلز څرګندونې رد کړې وې.
نوموړي ویلي وو چې د سيپېک پروژه یوازې د پاکستان په ګټه نه ده بلکې دا د ټولې نړۍ په ګټه ده او که امریکا غواړي نو هم په دې کې سرمایه کاري کولای شي.
د فېسبوک تبصرې