د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان حکومت دې د زده کوونکو اتحاديې بحالې کړي"


په اسلام اباد کې د یووالي مارچ عکس
په اسلام اباد کې د یووالي مارچ عکس

اسلام اباد - په پاکستان کې د مترقي زده کوونکو سازمان تر سیوري لاندې د زده کوونکو د بېلا بېلو سازمانونو او ډلو غړو د نومبر پر ۲۹مه د خپلو حقونو لپاره د یووالي په نامه لاریونونه وکړل.

د پلازمېنې اسلام اباد تر څنګ د پيښور، لاهور، کراچۍ او کوټې په ګډون د ملک په یو شمېر نورو لویو ښارونو کې په لوی شمېر زده کوونکو په دې لاریونو کې ګډون وکړ.

د اسلام اباد د بېلا بېلو پوهنتونونو زده کونکي هم د اسلام اباد پریس کلب مخې ته راټول شوي و او له حکومت څخه یې غوښتنه کوله چې په پوهنتونونو کې دې د زده کوونکو اتحادیې یا یونېنونه بحال کړي.

دوي د دې تر څنګ په تعلمي ادارو کې د زده کوونکو د ځورلو د درېدو په ګډون یو شمېر نورې غوښتنې هم کولې.

د نړيوال اسلامي پوهنتون يو زده کونکي او د لاریون یو مشر محمد اسامه مشال راډيو ته وويل چې دا يې دريم کال دی چې په اسلام اباد کې د زده کونکو د حقونو لپاره د یووالي لاریون کوي.

ده وویل “د دې لاریون بنیادي هدف په پوهنتونونو کې د زده کوونکو د یونېنونو بحالي ده ځکه چې له ۱۹۸۴م کاله راهيسې د طالبعلمانو پر يونينونو بنديز لګېدلی دی.”

نوموړي زیاته کړه چې له هم دې کبله په پوهنتونونو او کالجونو کې زده کونکو ته دا نه وي معلومه چې چې حقوق يې څه دي.

محمد اسامه وویل چې په پوهنتون کې انتظامیه د یو تن مسله هواروي خو چې کومې اجتماعي مسلې وي هغه نه هواروي.

د ده په وینا ، که چېرې سټوډنټس یونېن وای نو هغوي به د دې اجتماعي مسلو د هواري لپاره هلې ځلې کولای.

ده هوډ وښود چې تر هغه وخته به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي تر څو چې حکومت په پوهنتونونو کې د زده کوونکو یونېنونه نه وي بحال کړي.

د اسلام اباد د نسټ يونيورسټۍ يو زده کونکي محمد عمر مشال راډیو ته وویل چې پر يونېن بنديز د پخواني پوځي امر جنرال ضياالحق په دور کې لګيدلې وه خو اوس په ملک کې جمهوري حکومت دی نو پکار دی دا بندیز لرې کړيږ

په پاکستان کې د بشري حقونو سازمان – ایچ ار سي پي -يو مشر حارث خليق مشال راډيو ته وويل د زده کونکو له يونينونو بنديز نه لرې کول د هغوي حق تر پښو لاندې کول دي.

حارث خلیق وویل ، دا مظاهرې دا څرګندوي چې د پاکستان ولس اوس هم په زړونو کې د جمهوریت خواهش لري.

د ده په وینا ، “ دا د سياسي ګوندونو ناکامي ده چې کله هم په واک کې راغلي نو د زده کوونکو پر يونينو لګېدلي بنديزونه يې نه دي ختم کړي.

ده زیاته کړه چې له سیاسي ګوندونو سره اوس هم وخت شته چې د دې لپاره ګامونه پورته کړي ځکه چې د زده کوونکو سازمانونه د جمهوریت قوي کولو لپاره ډېر ضروري وي.

د يووالي مارچ ګډونوالو بیا له پریس کلب څخه تر ډي چوک پورې لاریون وکړ او د خپلو غوښتنو په حق کې یې شعارونه ورکول او غوښتنه یې کوله چې په پوهنتونونو کې د وژل شوو زده کوونکو کورنیو ته دې انصاف ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG