د پاکستان په سیند صوبه کې له هغې وروسته د ښځو او نجونو پر وړاندې د تشدد پېښو په اړه بحثونه زیات شوي دي چې پکې د دغه صوبې په دادو ضلعه کې یوې کورنۍ یوه۱۱ کلنه ماشومه د غیرت په نوم په مبینه توګه سنګسار کړې ده.
پولیس وایي، دغه پېښه د نومبر پر۲۱ شوې ده او دوی يې په اړه پلټنې کوي.
هم داشان په یوه بله پېښه کې د کراچۍ د یوې ۱۴ کلنې عیسوي ماشومې د تښتول کېدو وروسته د هغې د ودولو او په زوره د مذهب بدلولو راپورونه دي.
د دغو دواړو پېښو په اړه په ټولنیزو رسنیو له هغې وروسته بحثونه زیات شول چې کله د نومبر پر۳۰ د کراچۍ د ډیفنس نه یوه زده کوونکې دعا منګي وتښتول شوه، او د هغې یو ملګری د تښتونکیو لخوا ووژل شو.
د پاکستان بشري حقونو کمېشن د سند څانګې مشر اسد اقبال بټ مشال راډیو ته وویل، دوی د دغو ټولو پېښو په اړه مالومات کوي خو د ښپګان خبره دا ده چې د پوهې او تعلیم باوجود د ښځو پر وړاندې د تشدد پېښې زیاتې په نظر راځي.
"د ښځو وړاندې هم ژوند له کړاوه ډک وو، او اوس سختدریزۍ هم د دوی مسلې زیاتې کړې، دلته په ټولنه کې د سړو واک دی، دا ټولنه د جاګیردارو ، واکمنو، شتمنو او وډېرانو ده، د هغوی لوریانې هم په خوښه ودونه کوي، د خپلې کورنۍ د خوښې خلاف ځي خو تاسو به دا نه وي اوریدلي چې دوی خپلې لوریانې سنګسارې کړې. دا ټولنه په جبر او ظلم ولاړه ده، د غریب لور به وژني، چې دا شان دوی دوی ته دا احساس ورکړي چې ستاسو د ژوند فېصلې به موږ په جرګو کې کوو".
بلخوا د سند صوبې پیپلز ګوند د سنټ غړې کرشنا کماري مشال راډیو ته وویل، په دې اړه باید د سیاسي جماتونو نه بالاتر کار وشي او وفاقي حکومت دې په دې اړه له دوی سره مرسته وکړي.
"داسې پېښې کیږي، دلته د وړو نجونو په زوره مذهب بدلولی شي، باید داسې ونه شي، باید ټولو نجونو ته بنیادي حقونه ورکړل شي، نه دې څوک په زوره واده کړل شي، او نه دې ورله مذهب بدل کړای شي ، دا خو ډېر ظلم دی، موږ اوس هم د دې ټولو پېښو خلاف خپل غږ پورته کوو، او بیا به یې هم کوو"
له کراچۍ شنونکی او خبریال ریاض سهیل وایي په سند کې داسې پېښې پخوا هم وې خو اوس زیاتې رپوټ کېږي.
"زه د ۱۹۹۴ز کال په صحافت کې یم، پخوا به د ښځو پر وړاندې د تشدد پېښې زیاتې وې دا شان د پت او غېرت په نوم په جرګو کې به د ښځو د وژلو فېصلې هم زیاتې مخې ته راتلې اوس قوانین جوړ شول، دغه پېښې اوس څه حده کمې شوې، په سند کې هم اوس تعلیم زیات شو، پوهه راغله خو لا هم د ښځو کړاونه ختم شوي نه دي.له نجونو او ښځو سره زور زیاتی اوس هم کېږي خو شکل یې بدل شو."
په سند صوبه کې د نجونو چې پکې ماشومانې جینکۍ هم شاملې دي، د وژل کېدو او تښتولو راپورونه په داسې حال کې مخې ته راغلې دي چې د ټولې نړۍ غوندې په پاکستان کې هم د ښځو پر وړاندې د تشدد ختمولو ۱۶ ورځنی مهم روان دی.
د فېسبوک تبصرې