د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پروېز مشرف د مقدمې پرېکړه پر ۱۷ دسمبر راځي


پخوانی پوځي دیکتاتور جنرال پروېز مشرف
پخوانی پوځي دیکتاتور جنرال پروېز مشرف

په پاکستان کې یوه ځانګړي عدالت ویلي چې د ډېسېمبر پر ۱۷مه د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف پرضد له هېواد سره د غدارۍ د مقدمې فیصله اوروي.

په اسلام اباد کې د جسټس وقار اخمد سېټ په مشرۍ ځانګړي عدالت په پنجشنبه (دسمبر ۵) د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف پرضد د غدارۍ مقدمې اورولو پر مهال ویلي چې د روانې میاشتې په ۱۷ مه نیټه به د مقدمې فیصله اوروي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د استغاثې د وکیلانو یوه نوې ډله ټاکلې ده. د دسمبر پر پنځمه نېټه عدالت ته د وړاندېکېدو پر مهال د استغاثې وکیلانو خواست وکړ چې دوی ته دې د لایلو لپاره نور وخت ورکړل شي خو عدالت ورته وویل چې تر یوې اونۍ زیات وخت نه شي ورکولی.

په دغه اړه بیګاه مشال راډیو سره په خبرو کې د قانوني چارو پوه او های کورټ پخواني جسټس شېر محمد خان وویل، عدالت خپله کاروایي سر ته رسولې او اماده دی چې خپله فیصله واروي.

دا په داسې حال کې ده چې د دسمبر په ۳ مه پخواني جنرال پرویز مشرف له دبۍ په یو ویډیوي پیغام کې دغه مقدمه بې بنیاده بللې ده. نوموړي زیاته کړی، چې ناروغه دی او په روغتون کې تر درملنې لاندی دی نو باید عدالتي کمیشن د ده د بیان ثبتولو لپاره دبۍ ته ورشي.

خو د قانونپوه او پېښور هايکورټ بار اسوسيیېشن ستر سېکرېتري عابد علي ایډوکیټ وايي، پروېز مشرف ګواه نه بلکې مفرور دی نو د قانون له پلوه کمیشن د هغه بیان نه شي ریکارډولی .

د پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف پر ضد، د ۲۰۰۷ م کال د نومبر په ۳ مه په هېواد کې د بیړني حالت لګولو له کبله په ۲۰۱۳ م کال کې د غدارۍ مقدمه درج شوې چې لاهم نه ده فیصله شوې.

د نومبر په ۲۷ مه د اسلام اباد هایکورټ ځانګړي عدالت ته ویلي وو چې د مقدمې فیصله وځنډوي، خو عدالت په دغې د څه تبصرې نه بغیر د کورنیو چارو وزارت ته حکم ورکړ چې د مقدمې پر مخ بوتللو لپاره دی د استغاثې وکیل وټاکي.

پرویز مشرف د کال دوه زره شپاړسم د مارچ په میاشت کې دبۍ ته درملنې لپاره تللې او بیا نه دی راستون شوی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG