د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتو کمېشن نوي مشر پر سر لانجه


په داسې حال کې چې د پاکستان د انتخاباتو د کمیشن د مشر سردار رضا خان کاري موده نن پاي ته ورسېده او د لنډې مودې لپاره یو پخوانی جسټس الطاف ابراهیم قرېشي د ځایناستي مشر په توګه لوړه ومړه خو حکومت او اپوزیشن د نوي الیکشن کمشنر په نوم لا هم جوړجاړي ته نه دي رسېدلي.

حکومت او اپوزیشن دواړو د دغه چوکۍ لپاره د خپلې خوښې د کسانو نومونه وړاندې کړې دي. بلخوا اسلام اباد های کورټ پارلیمان ته ویلي چې د الیکشن کمیشن د مشر او نورو غړیو د تقررۍ معامله دې په ۱۰ ورځو کې دننه هواره کړي.

مسلم لیګ ن تور پورې کوي، چې وزیر اعظم د الیکشن کمېشن د مشر په مقرررولو کې د دوی تجویزونه په پام کې نه نیسي.


وفاقي حکومت د وزیراعظم عمران خان له منظورۍ وروستو د انتخاباتو د کمیشن د نوي مشر لپاره پر پنځم دسمبر د بابر یعقوب، فضل عباس او عارف خان نومونه تجویز کړي دي. بل خوا د اپوزیشن مشر شهباز شریف د نومبر په ۲۵ مه وزیراعظم ته په لیږلي یو لیک کې ددغه چوکۍ لپاره د ناصر محمود کوسه، اخلاق احمد تارڼ او جلیل عباس جېلاني نومونه وړاندې کړي دي.

مسلم لیګ ن تور پورې کوي، چې وزیر اعظم د الیکشن کمېشن د مشر په مقرررولو کې د دوی تجویزونه په پام کې نه نیسي.

بېګاه له مشال راډیو سره په خبرو کې د مسلم لیګ ن یوه مشر سېنېټر عبدالقیوم وویل، دا یوه اییني معامله ده نو باید زر تر زره هواره شي.

''د عقلمندۍ خبره خو دا ده چې د کمیشن د واک د مودی ختمیدو نه باید دوه میاشتې وړاندی دغه بهیر پیل شوی وی. خو وزیراعظم د اپوزیشن له مشر سره خیر په خیر خو لویه خبره ده، ان خبرې کول خو پرېږده، لیدل يي هم نه غواړي. چې په تا کې دومره کبر وي نو بیا به دا ملک څنګه پر مخ ځي؟ له یو بل سره سیاسي اختلاف وي، موږ څه دښمني خو نه لرو. موږ چې کوم نومونه وړاندې کړي دي نو دا ډېر تکړه خلک دي خو پته نه لګي چې حکومت څه غواړي؟ کېداس شي دوی راروان انتخابات هم د تېرو هغو غوندې د شپې په تیاره کې ګټل غواړي نو د هغې لپاره غواړي چې دلته هم څه جعلي کار وکړي.''

د انتخاباتو کمېشن د نوي کمېشنر او یادې ادارې د نورو غړیو ګومارلو لپاره د دسمبر پر درېمه نېټه د پارلېماني کمیټۍ په غونډه کې هم هېڅ اتفاق رامنځ ته نشو.

په اسلام اباد کې د سیاسي چارو شنونکې او خبریال شایق حسین وايي د حکومت او اپوزیشن سره د جوړجاړي پرته بله لار نشته.

بل خوا د ساینس او ټیکنالوجۍ وفاقي وزیر فواد چوهدري پرون (دسمبر ۵) په اسلام اباد کې میډیا سره په خبرو کې وویل / حکومت او اپوزیشن دواړه باید دا معامله په سلا مشوره هواره کړي.

نوموړی زیاتوي چې د الیکشن کمیشن په معامله د حکومت او اپوزیشن ترمینځ هېڅ خنډ نشته. په پارلیمان کې حکومت او اپوزیشن د ډېرې سنجیدګۍ ثبوت ورکړی دی. کوم نومونه چې راغلي دي نو ډېر سنجیده خلک دي. د حکومت له خوا چې کوم درې نومونه تجویز شوي دي نو هغه د تحریک انصاف پلویان نه دي، خپلواکه خلک دي. او د اپوزیشن له خوا هم چې کوم نومونه راغلي نو هغه هم بې طرفه خلک دي. زما هیله ده چې نن سبا کې به پرې اتفاق وشي.''

بل خوا اسلام اباد هایکورټ پرون د کمیشن غړیو مقررولو په اړه د یوې مقدمې د اورېدنې پر وخت پارلیمان ته ویلي چې په ۱۰ ورځو کې دننه پر دغه معامله اختلاف لیرې کړئ. اپوزېشن ګوندونو د دسمبر پر ۴ مه سپریم کورټ ته هم خواست کړی که چېرې پارلېمان په دې کار کې پاتې راغلی نو باید چې دغه ستر عدالت د معاملې د هواري لپاره مناسب حکم جاري کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG