د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دیني مدرسو نوملیکنې ستونزه لاهم پرځای پاتې ده


له ارشیفه په یوه پاکستانۍ مدرسه کې زده کوونکي
له ارشیفه په یوه پاکستانۍ مدرسه کې زده کوونکي

په پېښور کې د وفاق المدارس مشر په پنجشنبه مشال راډیو ته وویل په خیبر پښتونخوا کې د دیني مدرسو د راجسټرېشن مسله لا هم نه ده هواره شوې.

مولانا حسین احمد وایي د سپېشل برانچ او نورو امنیتي ادارو کسان دیني مدرسو ته ځي او له دویه د رجسټرېشن پوښتنه کوي چې د دغه عمل په صوبه کې د دوی لپاره یو مشکل جوړ کړی دي.

نوموړی وایي: (د رجسټرېشن عمل نه دی شورو شوی ځکه چې د دغې لپاره د قانون سازۍ ضرورت دی، د طریقه کار وضع کولو ضرورت دی، د دې لپاره د دفترونو جوړولو ضرورت دی، د عملې د تربیت ضرورت دی، او حکومت تر اوسه په دې کې یو کار هم نه دی کړی. زموږ اوس د صنعت و حرفت له وفاقي وزارت سره په رجسټرېشن پابندي ده، او د تعلیم وزارت سره زموږ رجسټرېشن کیږي نه نو موږ اخر څه وکړو، دا یو مشکل دی او دا د حکومت له اړخه دی.)

مولانا حسین احمد وایي د دوی لوظنامه د وفاقي حکومت د تعلیم وزارت سره د روان کال د مې پر شپږمه نېټه شوې ده، نو اوس که دوی دا قانون سازي د خیبر پښتونخوا د حکومت لخوا کوي او که د وفاق لخوا دوی ته یې په اړه هیڅ مالومات نه دي ورکړل شوي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا د جمیعت علما اسلام ف ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړی مولانا هدایت الرحمان وایي که حکومت د مدرسو د رجسټرېشن په عمل کې کوم بدلونونه راولي نو دوی به یې مخالفت کوي.

((حکومت باید تر شوې لوظنامې لاندې خپلې ژمنې سر ته ورسوي. وفاق المدارس یوه لویه اداره ده او په لکونو ذده کونکي لري موږ د خپلو زده کونکیو ټولې خرچې پخپله کوو، حکومت زموږ سره څه مرسته نه کوي نو د وفاق المدارس د خوښې خلاف به د مدرسو په اړه هیڅ یو قانون نه قبلوو ))

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند د وفاقي حکومت د مذهبي چارو د کمیټۍ غړی محمد بشیر خان وایي دې مسلې ته یې د حکومت پام دی او ډېر زر به په دې اړه قانون سازي وشي:

(تېرو حکومتونو چې د دیني مدرسو په اړه کومه رویه خپله کړې وه چې ګنې دغلته ترهګر دي. د دوی حکومت د داسې خبرو غندنه کوي. زموږ دا پالیسي ده چې د مدرسو ذده کونکیو ته پوره سهولتونه ورکړو که څه هم د مدرسو د رجسټریشن په اړه قانون سازي لا نه ده شوې خو اوس به دا کار ډېر زر پیلیږي،هم په وفاق کې او هم په خیبر پښتونخوا کې.)

د وفاق المدارس سره په خیبر پښتونخوا کې ۶۰۰۰ دیني مدرسې رجسټر دي.

د ترهګرۍ ضد قامي تګلارې نیشنل اېکشن پلان ترمخه به په ټول هېواد کې وفاقي مدرسې راجسټر کولی شي او دغه به د یو نظام لاندې رواستلی شي خو په خیبر پښتونخوا کې د دیني مدرسو د راجسټر کولو په اړه لا هم قانون سازي او طریقه کار نه دی جوړ کړل شوی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG