د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور ارمي سکول ویرجنو کورنيو لپاره هره ورځ د ډېسېمبر ۱۶مه وي


د پېښور ارمي پپلک سکول بريد کې زخمي شوی زده کوونکی احمد نواز
د پېښور ارمي پپلک سکول بريد کې زخمي شوی زده کوونکی احمد نواز

د پاکستان رسنۍ، مدني ټولنې او سياسي ګوندونه د ډېسېمبر ۱۶مه د وير په توګه لمانځی خو د پېښور ارمي پبلک سکول په وسله وال برید کې د وژل شويو ماشومانو د کورنيو لپاره د کال هره ورځ د ډېسېمبر ۱۶مه وي.

په هغه پېښه کې د محمد نواز ۱۳ کلن زوی حارث نواز وژل شوی او بل زوی احمد نواز يې سخت ټپي شوی وو.

خو د ډېسېمبر پر ۱۶مه سهار وختي د محمد نواز او حارث نواز وروستۍ ملاقات په داسې حال کې وشو چې زوی پلار ته او پلار زوی ته په غوسه کتل.

احمد نواز اوس پوهنتونونو، سکولونو او نړيوالو سېمينارونو ته ځي او د ترهګرۍ او سختدریځۍ د مخنيوي پر موضوع ويناګانې کوي.

محمد نواز وايي، هغه سهار حارث ويده وو چې مشر ورور احمد سکول ته تګ لپاره راویښ کړ خو هغه سکول ته له تللو انکار وکړ.

احمد پلار ته شکايت وکړ او محمد نواز هغه په زوره راویښ کړ او په زور يې سکول ته ولېږداوه.

د محمد نواز په وينا،

"سکول ته تللو پر وخت حارث ماته او ما حارث ته بد، بد کتل."

خو څو ساعته وروسته پر پېښور ارمي پبلک سکول وسله والو بريد وکړ او حارث ووژل شو.

خو محمد نواز ته د حارث د مرګ خبر هغه وخت ورسېد چې کله په هسپتال کې په هم دې بريد کې له ټپي زوی احمد نواز سره وو.

حارث نواز او احمد نواز له خپل بل وړوکي ورو سره
حارث نواز او احمد نواز له خپل بل وړوکي ورو سره

احمد نواز د ۲۰۱۹ز ډېسېمبر پر ۱۵مه نېټه له مشال راډیو سره په مرکه کې وويل چې پر خلکو د ډېسېمبر ۱۶مه نېټه يوه ورځ راځي خو پر دوی هره ورځ د ډېسېمبر ۱۶مه وي.

نوموړي ته اوس هم ياد دي چې د سکول په تالار کې ناست وو او د ډزو غږونه يې واورېدل.

احمد نواز وايي، له ډزو اورېدو سره تر ميز لاندې پټ شو خو ناڅاپه يې نېږدې ملګری وليد چې يوه مشکوکه وسله وال پر سر وویشت.

هغه دومره په شدت سره ویشتل شوی وو چې وينې يې احمد نواز پر مخ پرېوتې.

احمد له وېرې سا ونيوله خو وسله وال پر ده هم ډزې وکړې او ګولۍ يې په کیڼ لاس ولګېد.

د ده لاس تقريباً له تنه جلا شو او په نرۍ غوښه له وجود سره ځړېدلې وو.

د حارث نواز او احمد نواز په اړه غږيزه راپور دلته واورئ

پېښور ارمي پپلک د سکول وژل شويو کورنیو لپاره هره ورځ د ډېسمبر شپاړسمه وي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

احمد په دویم لاس کې زخمي لاس واخيست او د پټېدو لپاره يې بلې کوټې ته منډه کړه.

خو د ده په خبره، هر طرف ته مړي پراته ول - د چا لاس، د چا پښه، د چا سر پروت وو - او دی چې کله له دې هر څه تر تېرېدو وروسته بلې کوټې ته ورسېد نو هلته يې نور ژوبل ماشومان وليدل.

احمد وايي، هغه مهال وسله وال کوټې ته ورننوتل او د دوی يو ښځینه استاده يې ژوندی وسوځله.

پر استادې اور بلېده خو احمد د وسله والو له وېرې ځان مړ اچولی وو.

کله چې وسله وال ووتل، احمد پلار ته په موبايل فون وکړ چې هغه اوچت نه کړ.

له دې وېرې چې پلار يې بېرته ورته فون ونکړي هغه موبايل اور ته واچاوه.

نېږدې دوه ساعته احمد په درد کې تېر کړل چې پر دې مهال پوځيان راغلل او هغه يې اېمبولېنس ته واچاوه.

هر طرف ته مړي پراته ول - د چا لاس، د چا پښه، د چا سر پروت وو - زه چې کله له دې هر څه تر تېرشوم نو بلې کوټې ته ورسېدم او هلته مې نور ژوبل ماشومان وليدل.
احمد نواز

ژغورونکيو احمد مړ وګاڼه نو ځکه يې هغه د مړو له ګاډي لاندې ورغورځاوو.

احمد چې پر مځکه پرېوت نو د ده په وينا، سترګې يې خلاصې کړې چې پر دې مهال يو کس وليد او پر نورو يې غږ وکړ چې دا خو ژوندی دی!!

احمد ته دوه اوونۍ وروسته معلومه شوه چې کشر ورور حارث يې په پېښه کې وژل شوی دی.

هغه د علاج لپاره برتانيې ته يوړل شو، ډاکټرانو يې د لاس علاج وکړ چې اوس ۶۰ فيصده کار کوي.

دې پېښې د احمد ژوند او فکر وربدل کړ.

هغه د برتانيا په يو سکول کې داخله واخیسته او په ۲۰۱۵ز کال کې يې د ترهګرۍ او سختدریځۍ ضد کیمپېن پیل کړ.

هغه اوس پوهنتونونو، سکولونو او نړيوالو سېمينارونو ته ځي او د ترهګرۍ او سختدریځۍ د مخنيوي پر موضوع ويناګانې کوي.

د ده په وينا، څو ځله داسې شوي چې په غونډه کې ناستو خلکو د ده خبرو په اورېدو ژړلي دي.

احمد نواز اوسمهال د ترهګرۍ او تندلاريتوب پر ضد کمپاين چلوي
احمد نواز اوسمهال د ترهګرۍ او تندلاريتوب پر ضد کمپاين چلوي

د احمد دا کیمپېن دومره ستايل شوی چې د برتانيې پخوانۍ وزيراعظمې تېرېزا مې هم ورسره ولیدل.

هغه ته تېره مياشت (نومبر) کې ۲۰۱۹ز کال The Legacyپه نوم انعام ورکړل شو.

احمد د برتانيې شهزاده ويليیم د چای لپاره مېلمه کړ او د هغه کار يې وستايه.

خو پلار یې وايي، هر کال چې د ډېسېمبر ۱۶مه نېټه راشي نو هغه په دې ورځ تر غرمې پورې ځکه ويدېږي چې په دې ډول یې غم نیمه ورځ شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG