په پېښور کې د خیبر پښتونخوا صوبایي اسمبلۍ مخې ته په یوه رکشه کې له چاودنې اووه تنه ژوبل شوي او ګڼو ګاړو ته هم زیان رسېدلی دی.
د پېښور پولیسو مشر اېس اېس پي ظهور اپرېدي د ګل/دوشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي دا چاودنه د رکشې سلېنډر چاودېدو له امله شوې ده. د ده په وینا د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.
پولیسو او د لیډي ریډینګ روغتون ویاند محمدعاصم خبریالانو ته ویلي چې په دې چاودنه کې اووه تنه ژوبل شوي دي.
مرستندویه ادارې ۱۱۲۲ مشال راډیو ته ویلي چې په ژوبلو کسانو کې یو پولیس افسر هم شامل دی خو وایي چې د ټولو ژوبلو حالت له خطرې بهر دی.
په پېښور کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت د ګیس سلېنډرونو چاودنې شوې چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دې ممکنه خطرونو ته په کتو د خیبر پښتونخوا حکومت په دغه صوبه کې پر ټولو هغو سلېڼډر چلېدونکیو ګاډو بندیزونو لګولي چې د ښوونځيو ماشومان پکې وړي.
د فېسبوک تبصرې