د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د پاکستان پخواني پوځي امر جنرال مشرف ته د مرګ سزا واورله


جنرال پروېز مشرف
جنرال پروېز مشرف

د پاکستان يو ځانګړي عدالت د هغه هېواد پخواني پوځي امر جنرال پروېز مشرف ته د مرګ سزا اورولې ده.

د جسټس وقار سېټ په مشرۍ درې کسيزه عدالت د ډېسېمبر پر ۱۷ مه نېټه د غدارۍ او ايين ماتولو په تور کې جنرال مشرف مجرم وګرځاوه او ورته يې د مرګ سزا واورله.

په ۲۰۱۳ م کال کې چې مسلم ليګ نواز ګوند په واک راغلو نو پر جنرال مشرف یې د ايين ماتولو مقدمه جوړه کړه. په دې اړه يو ځانګړی عدالت جوړ شو خو جنرال مشرف يوازې يو ځل ورته حاضر شو چې پکې عدالت پر هغه فرد جرم ولګاوه.

حکومت د هغه نوم له هېواده د نه وتونکيو کسانو په فهرست کې واچاوه خو نوموړی د ناروغتيا پر اساس د علاج لپاره له هېواده د باندې ولاړ.

د تلو پر وخت جنرال مشرف ويلي ول چې په ملا کې درد لري او له علاج کولو وروسته به مقدمې ته د مخامخېدو لپاره پاکستان ته ستون شي.

خو له هغه وروسته بيا ستون نه شو. هغه دا وخت په دوبۍ کې دی.

ځانګړي عدالت د نومبر په مياشت کې پر هغه د جوړې شوې مقدمې فيصله خوندي کړې وه.

له هغې وروسته نوموړي يوه ويډیو خپره کړه چې پکې يې دا تور رد کړی وو چې د پاکستانه له اساسي قانون سره يې غداري کړې ده. هغه ځان بېګنا بللي وو.

جنرال مشرف په ۲۰۰۷ کال کې د ايين په ځنډولو سره په هغه هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی وو.

نوموړی د پاکستان هغه لومړی پخوانی پوځي امر دی چې د ايين ماتولو په تور عدالت ورته د مرګ سزا اوروي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG