د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال پروېز مشرف ته د مرګ سزا په اورولو دړدېدلي یو: پوځ


د پاکستان پوځ د عدالت لخوا د دې هېواد پخواني پوځي واکمن ته د مرګ سزا اورولو باندې توند غبرګون څرګند کړی دی.

پوځ نن په خپله يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې دې پرېکړې د پوځ په صفونو کې ډېر زيات دړد او کړاو راوست.

خبرپاڼه زياتوي هغه کس هېڅکله غدار نه شي کېدای چې د دې هېواد ولسمشر او د پوځ مشر پاتې شوی وي او ۴۰ کاله يې د هېواد خدمت کړی وي.

خبرپاڼه پرمخ ليکي، داسې ښکاري چې په دې مقدمه کې اړينه قانوني پروسه له پامه غورځول شوې، د دفاع بنيادي حق تر پښو لاندې شوی او پرېکړه په بيړه شوې وي.

د پاکستاني پوځ خبرپاڼه پر ټوېټر هم خپره شوې ده.

د خبرپاڼې په پای کې راغلي چې پوځ تمه لري د پاکستان له ايين سره سم به انصاف ورسول شي.

د پاکستان يو ځانګړي عدالت د هغه هېواد پخواني پوځي امر جنرال پروېز مشرف ته د مرګ سزا اورولې ده.

د جسټس وقار سېټ په مشرۍ درې کسيزه عدالت د ډېسېمبر پر ۱۷ مه نېټه د غدارۍ او ايين ماتولو په تور کې جنرال مشرف مجرم وګرځاوه او ورته يې د مرګ سزا واورله.

په ۲۰۱۳ م کال کې چې مسلم ليګ نواز ګوند په واک راغلو نو پر جنرال مشرف یې د ايين ماتولو مقدمه جوړه کړه. په دې اړه يو ځانګړی عدالت جوړ شو خو جنرال مشرف يوازې يو ځل ورته حاضر شو چې پکې عدالت پر هغه فرد جرم ولګاوه.

حکومت د هغه نوم له هېواده د نه وتونکيو کسانو په فهرست کې واچاوه خو نوموړی د ناروغتيا پر اساس د علاج لپاره له هېواده د باندې ولاړ.

د تلو پر وخت جنرال مشرف ويلي ول چې په ملا کې درد لري او له علاج کولو وروسته به مقدمې ته د مخامخېدو لپاره پاکستان ته ستون شي.

خو له هغه وروسته بيا ستون نه شو. هغه دا وخت په دوبۍ کې دی.

ځانګړي عدالت د نومبر په مياشت کې پر هغه د جوړې شوې مقدمې فيصله خوندي کړې وه.

له هغې وروسته نوموړي يوه ويډیو خپره کړه چې پکې يې دا تور رد کړی وو چې د پاکستانه له اساسي قانون سره يې غداري کړې ده. هغه ځان بېګنا بللي وو.

د قانوني چارو پوه عبدالرحیم وزیر وايي، د قانون له مخې جنرال پروېز مشرف دا حق لري چې په ۳۰ ورځو کې دننه په سپریم کورټ کې د دې فیصلې خلاف خپل ابیل وکړي.

جنرال مشرف په ۲۰۰۷ کال کې د ايين په ځنډولو سره په هغه هېواد کې بیړنی حالت اعلان کړی وو.

نوموړی د پاکستان هغه لومړی پخوانی پوځي امر دی چې د ايين ماتولو په تور عدالت ورته د مرګ سزا اوروي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG