کارپوهان وايي، د امريکا له لورې د پاکستان پوځ ته په روزنيز پروګرام کې د بيا-ګډون اجازه ورکولو اقدام به ژور سياسي او پوځي اغېز ولري.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياندې د ډېسېمبر پر ۲۳مه نېټه د پروګرام بحالۍ په اعلانولو سره ويلي چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترينګليو اړيکو نرمي څرګندوي.
د امريکايي پوځي مرستې دا پروګرام ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۸م کال جنورۍ مياشت کې پر اسلام اباد پر دې تور لګولو سره کنګل کړی وو چې په وينا يې پاکستان د ترهګرۍ پرضد کافي اقدام نه کوي.
تردې وړاندې د ۲۰۱۷م کال د سېپټېمبر په مياشت کې امریکا ویلي ول نیت یې کړی چې له پاکستان سره خپله پوځي مرسته تر هغو ودروي چې تر څو هغه د ټرمپ په وینا په دغه هېواد کې د افغانستان ضد وسله والو تندلارو ډلو د ''خوندي ځایونو'' نابودولو لپاره کوټلي ګامونه نه وي اخېستي.
پاکستان د امريکا پر دې ګام خفګان ښودلی وو او دا يې د ګټې پر ځای تاوان بللی وو.
له دې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ترېنګلې شوې وې.
خو د ۲۰۱۹کال جولايي په مياشت کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان په سپینه ماڼۍ له ولسمشر ټرمپ سره ملاقات وکړ چې پکې يې د نورو چارو ترڅنګ د پوځی مرستو پر بحالۍ هم خبرې وشوې.
د پاکستان سياسي چارو پوهان وايي چې د عمران خان او ولسمشر ټرمپ ترمنځ ملاقات وروسته په تعلقاتو کې ښه والی ليدل شوی دی.
د دفاعي چارو پوهه ډاکټر عايشه صديقه د ډېسېمبر پر ۲۴مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې د دواړو مشرانوتر کتو وروسته ليدل شوي چې د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ خبرې اترې پیل شوې دي.
کابل او واشنګټن تل تور پورې کړی چې پاکستان په افغانستان کې جنګېدونکيو طالب او حقاني شبکې جګړه مارو ته پټنځايونه ورکړي دي. خو اسلام اباد دا تور ردوي.
عايشه صديقه وايي، د امريکا له لورې د پاکستان پوځ ته د روزنيز پروګرام پیلولو اقدام به د پاکستان پر داخلي سياست ژور اغېز وکړي.
نوموړې زياتوي چې له دې سره به د پاکستان په داخلي سياست کې د دې هېواد د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه رول ښايې پیاوړی شي.
د دې په وينا، د واشنګټن له دې اقدامه ښکاري چې امريکا، برېتانيا او دغسې نور هېوادونه غواړي د جنرال باجوه کاري موده وغځول شي.
د پاکستان سپريم کورټ د نومبر پر ۲۸مه نېټه حکومت ته حکم وکړ چې د جنرال باجوه د کاري مودې غځولو په اړه دې په راتلونکې شپږ مياشتو کې قانون جوړ کړي چې د کارپوهانو په وينا چې دا کار حکومت له مشکلو حالاتو سره مخامخ کړی دی.
خو داکټر عايشه وايي چې د امريکا د پوځی تربيتي پروګرام بحالولو سره به جنرال باجوه او په پوځ کې دننه امريکا پلوه کړۍ وضعيت ښه شي.
د نوموړې په خبره، که جنرال باجوه پیاوړی شي نو له دې سره به د عمران خان له واکه ليرې کولو يا نه ليرې کولو يا بيا يې پر ځای نواز شريف يا د مسلم ليګ نواز يوه بله ډله په واک کې راوستلو کې د جنرال باجوه لاس نور هم پیاوړی شي.
خو بل لور ته د پوځي چارو پوهان د امريکا له لورې د پاکستان پوځ ته تربيتي پروګرام بحالولو ته له پوځي پلوه زيات ارزښت ورکوي.
له لسيزو راهیسې د پاکستان پوځيان امريکا ته ځي او هلته روزنه ترلاسه کوي.
د پاکستان پوځ پخوانی افسر برېګېډير سيد نذير په ۱۹۸۹م کال هم ددې پروګرام لاندې په امريکا کې روزنه ترلاسه کړې وه.
نوموړي د ډېسېمبر پر ۲۴مه نېټه مشال راډیو ته وويل، د پروګرام له بيا بحالۍ سره به د دواړو هېوادونو د پوځيانو ترمنځ درېدلې راشه درشه بحال شي.
دده په خبره، ددې پروګرام ګټه داده چې د دواړو هېوادونو پوځيان د يو بل له تجربې زده کړه وکړي او ددې ترڅنګ د وسلو استعمالو صلاحيت يې نور هم ښه شي.
د برېګېډير نذير په وينا، د امريکا په دې روزنيز پروګرام کې ګډون کوونکي پوځيان کله نا کله د پاکستان د پوځ يا د يوې بلې مهمې ادارې مشران شي چې دا بيا له سفارتي پلوه هم ډېر ارزښت پېدا کړي.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياندې ويلي چې د روزنيز پروګرام د بحالۍ حتمي منظوري به د امريکا کانګرس ورکوي
د فېسبوک تبصرې