د افغانستان د سولې ملي حرکت بنسټ په خوست کې د یوې ناستې له لارې د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې له جنګه لاس واخلي او شته اختلافونه دې د خپلمنځي خبرو اترو له لارې حل کړي.
خوست ته د سولې حرکت په غړو کې چې خوست ته راغلي،د کندهار، هلمند، بادغیس او هرات ولایتونو کسان شامل دي.
د ناستې ګډونوالو له دنیاوالو هم وغوښتل، چې د افغانانو غږ دې واوري او د افغانستان په جوړولو او ابادۍ کې دې مرسته وکړي.
د پنجشنبې ورځې مازدیګر مهال د دې ناستې په څنډه کې د افغانستان د سولې ملي حرکت مشر حکمت الله صلحي مشال راډیو ته وویل، د دوی ملګرو تر لسو ډېرو ولایتونو تهسفرونه کړي او کوښښ يې دادی چې د ټول هېواد په کچه د سولې یو ګډ غږ اوچت کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"په جوماتونو کې د ملاامانو، مشرانو او نورو له لارې د سولې غږ ورسوو، په دیناوالو غږ کوو، چې د افغانستان د خلکو غږ ته لبیک ووايي، د دوی غوښتنو ته هرکلۍ ووایي، د دوی د غوښتنو سره سم د سولې لپاره زمینه مساعده کړي، د دولت څخه غوښتنه کوو، چې د خلکو غوښتنه ومني، د طالبانو څخه او د نورو مخالفینو څخه."
عبدالجبار نومیال چې د هلمند ولایت څخه دوی سره راغلی وايي، د افغانستان ولس نور د جګړو او بربادیو ستړی دی او غواړي، چې د جګړې ښکیلې خواوې دې خپلو کې سوله وکړي.
محمد اسماعيل بارک بیا د هرات ولایت څخه دې کاروان سره خوست ته راغلی.
ده وویل، اوس د جګړې ښکیلو لورو ته مالومه شوې، چې دا جګړه پردۍ ده او افغانانو ته يې یوازې زیان رسیږي.
دی زیاتوي، تر څو چې افغانان په خپلو کې سوله ونکړي، په قطر او نورو ځایونو خبرې او پرېکړې دې وطن ته سوله نشي راوستلی.
یو تن خوستی معلول صاحب منګل وايي، کچیرې چارواکي د معلولینو، کونډو او یتیمانو حالتله نږدې وویني، نو دوی بیا د جګړې په زیان ښه پوهیدلی شي.
ده پر نړیواله ټولنه غږ وکړ، چې پدې هېواد کې دې د سولې لپاره کار وکړي.
قومي مشر حاجي رسول محمدخان وايي، یوازې د حکومتونو په هڅو دې وطن ته سوله نشي راتللی، بلکې خلک هم باید د سولې لپاره عملي هلې ځلې وکړي، دوی دې په خپلو کې سره کیني او د اختلاف ټکي دې مالوم کړي.
دی وايي، زموږ د خلکو انسانیت، اسلامیت او افغانیت شریک دي او پدې سره یو ځای کیدلی شي.
د کندهار څخه راپیل شوی د افغانستاند سولې ملي حرکت داسې مهال په خوست کې د بین الافغاني خبرو اترو د پیلیدو لپاره غږ اوچتوي، چې د سې شنبې په ورځد یو بل ورته خوځښت یانې د سولې ولسي حرکت ۲۷ غړي په فراه کې برمته شوي.
د یاد حرکت ویاند رسنیو ته ویلي، چې دغه کسان له هراته فراه ته په لاره وو، چې د بالابلوک په ولسوالۍ کې ونیول شول.
د فېسبوک تبصرې