د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیر اعظم یوې سلاکارې او د قانون وزیر خلاف د عدالت سپکولو مقدمه


د پاکستاني وزير اعظم د اطلاعاتو ځانګړې معاونې فردوس عاشق اعوان
د پاکستاني وزير اعظم د اطلاعاتو ځانګړې معاونې فردوس عاشق اعوان

د پېښور های کورټ وکيل او مدني فعال شبير ګیګياڼي د پاکستاني وزير اعظم د اطلاعاتو ځانګړې معاونې فردوس عاشق اعوان او د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم او ځينو نورو حکومتي چارواکو خلاف د توهين عدالت مقدمه د سپريم کورټ په پېښور رجسټرۍ کې د ډېسېمبر پر۲۶مه جمع کړه.

په درخواست کې غوښتنه شوې، ياد چارواکي چې د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف پرضد د پرېکړې تر راتلو وروسته يې د عدالت سپکاوی کړی، له خپلو څوکيو دې لیرې کړل شي او د پارلېمان غړيتوب دې يې هم ختم کړل شي.

وکیل نور عالم خان، وايي که پر فردوس عاشق اعوان، د قانون وفاقي وزير او نورو چارواکو د عدالت سپکولو تورنه ثابت شول نو د شپږو کالو د قید سزا ورته کېدای شي


د پېښور های کورټ وکيل او مدني فعال شبير ګیګياڼي د ډېسېمبر پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې د وزير اعظم اطلاعاتو ځانګړې معاونې فردوس عاشق اعوان، د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم او نورو حکومتي چاروکو خلاف يې د توهين عدالت درخواست ځکه جمع کړی چې دې کسانو د ډېسېمبر پر ۱۷مه او ۱۸مه د جج وقار سېټ او د اسلام اباد ځانګړي عدالت په هغه پرېکړه په رسنيو کې نيوکې کړې وې چې له مخې يې د ډېسېمبر پر ۱۸مه پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف ته د ایین ماتولو او غدارۍ په تور د مرګ سزا اورول شوې وه.

ګيګياڼی وايي: ''يادو حکومتي چاروکو د يو ملزم (مشرف)په ملاتړ کولو او په جج نيوکو کولو سره د ايين خلاف ورزي کړې. بله دا چې د مشرف خلاف د غدارۍ مقدمه حکومت جمع کړې وه او هم حکومت پر هغو نيوکې کوي نو دا بل جرم دی.''

بلخوا د حکومت اتحادي ګوند متحده قامي مومنټ پاکستان يو مخکښ او سېنېټر بېریسټر محمد سیف د ډېسېمبر پر۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې د پروېز مشرف په اړه په فیصله کې د جج وقار سېټ دا څرګندونې د ايين ضد وې چې د مرګ تر سزا مخکې که پروېز مشرف مړ شو نو د هغه مړی دې [د اسلام اباد] په ډي چوک کې تر درو ورځو وځړول شي.

نوموړی وايي، هم د دې څرګندونو له وجې حکومتي کسانو د ياد جج خلاف سخته رويه خپله کړه: ''څوک لېوانی نه دي چې جج ته بې وجه ردې بدې وايي. جج ته هم پکار ده چې د ټکو په استعمال کې احتياط وکړي.''

په پېښور کې د قانوني چارو پوه نور عالم خان د ډېسېمبر پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل که د وزير اعظم اطلاعاتو په ځانګړې معاونې، په قانون وفاقي وزير او نورو چارواکو د عدالت د سپکاوي تورنه ثابت شول نو د شپږو کالو د قید سزا ورته کېدای شي:

''په رسنيو کې ثبوتونه موجود دي نو پکار ده چې د وزير اعظم د اطلاعاتو ځانګړې معاونې فردوس عاشق اعوان، د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم او نورو حکومتي چارواکو خلاف د توهين عدالت مقدمه وچلول شي. او که داسې ونشو نو بيا به هر څوک د عدالت سپکاوی کوي او د خپلې خوښې پرېکړې به غواړي.''

د پېښور های کورټ وکيل او مدني فعال شبير ګیګياڼي پر داسې مهال د وزير اعظم د اطلاعاتو ځانګړې معاونې فردوس عاشق اعوان، د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم او نورو حکومتي چارواکو خلاف د توهين عدالت مقدمه جمع کړې او حکومت ویلي سترې عدلي شورا ته درخواست کوي چې پرويز مشرف ته د مرګ سزا اورونکی جج وقار احمد سېټ له کاره ګوښه کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG