خوستي فرهنګیان او مدني فعالان له افغان حکومت غوښتنه کوي، چې پدې ولایت کې د پاچا خان د نړیوال پوهنتون د جوړولو کارونه چټک کړي.
دوی هیله څرګندوي، چې د پاچا خان نړیوال پوهنتون به پدې سیمه کې د سوله ییز ذهنیت په خورولو، د د خلکو په فکري وده او د افغانستان په علمي پرمختیا کې مهم رول ولوبوي.
بل لوري ته د افغان حکومت چارواکي وايي، د پاچا خان پوهنتون د جوړولو تخنیکي چارې مخته تللي او عملي کارونه به يې هم ژر پیل شي.
د چارواکو په وینا، پاچا خان پوهنتون به په افغانستان کې لومړنۍ نړیوال پوهنتون وي او دوی به هڅه وکړي پداسو معیارونو يې جوړ کړي، چې د نړۍ په سلو معتبرو پوهنتونونو کې حساب شي.
خوستیو فرهنګیانو یادې غوښتنې د شنبې په ورځ د پاچا خان د پوهنتون لپاره د ټاکلي کمیسیون رئیس او د افغانستان د مالیې د سرپرست وزیر پورفیسور همایون قیومي په ستاین غونډه کې وکړې.
په یاده غونډه کې چې لسګونو فرهنګیانو او د مدني ټولنو استازو برخه اخیستې وه، د پاچا خان پوهنتون د جوړولو لپاره د مالیې د سرپرست وزیر د هڅو او کوښښونو د ستاینې په پار جوړه شوې وه.
لیکوال او ژورنالیست سخي سرور میاخېل مشال راډیو سره په خبرو کې په خوست کې د پاچاخان پوهنتون د جوړیدلو طرحه مهمه بولي او وايي، چې پدې سره به خوست اساسي پرمختګ وکړي.
دی زیاتوي، افغان حکومت او دې لپاره ټاکل شوی کمیسیون باید خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي او عملاً يې کارونه پیل کړي.
قومي مشر رحیم ګل بابکرخېل هم له افغان حکومت غواړي چې یوازې دې په ژمنووخت نه تیروي، بلکې دې لپاره دې بودجه تدارک کړي او عملاً دې کارونه پیل کړي.
لیکوال او ژورنالیست زاهدشاه انګار وايي، د خوستوالو غوښتنه داده، مالیي وزیر چې د پاچا خان پوهنتوند کمیسیون رئیس دی، د دې پوهنتون د جوړولو چارې دې چټکې کړي.
دی زیاتوي، په اولو پنځو کلونو کې دې افغان حکومت دومره بودجه په پام کې ونیسي، چې د تاسیساتو جوړلو کار يې ترسره، استادان يې استخداماو د محصلانو عملي زده کړې ورباندې پیل شي.
خوستیو فرهنګیانو او مدني فعالانو د پاچا خان پوهنتون د جوړولو طرحه پدې سیمه کې د سوله ییز فکر د خورولو لپاره مهمه وبلله.
مدني فعال رحمت الله سروري وویل، په خوست کې د پاچا خان پوهنتون جوړول به پدې سیمه کې د سوله ییز ذهنیت او عدم تشدد د فکر په خورولو کې مهم رول ولوبوي.
په پښتني ټولنه کې د ښځو د زده کړو مساله هم مهمه ده.
د ولایتي شورا غړې نعت بي بي عمري وايي، پاچا خان پوهنتون کې به د نورو ولایتونواو د کرښې د پورې غاړې نجونې زده کړه کوي او دا به ددې سیمې د کلتور، فرهنګ او علم په غوړیدا مثبت اغېز وکړي.
قومي مشر قاضي احمد بابکرخېل وویل، پاچا خان نه یوازېسیاسي او ټولنیز مشر وو، بلکې د جرګو او مرکو سړی هم وو.
دده په وینا، پاچا خان پوهنتون سره به پدې ځای کې د پښتني کلتور د غنا همدارنګه د جرګو او مرکو د اغېزو د پیاوړتیا لپاره هم علمي کار وشي.
غونډې ته د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر همایون قیومي ویډیويي پیغام لیږلی وو.
ده په پیغام کې پدې خوښي څرګنده کړې وه، چې افغان ولسمشر ورته د پاچا خان پوهنتون د جوړولو د کمیسیون مشري ورسپارلې ده او د دې کار پرمخبیولو ته په منظم ډول وخت ورکوي.
د ده په وینا،باچا خان پوهنتون به د افغانستان لومړنی نړیوال پوهنتون وي او پدې کې به افغان او نړیوال استادان تدریس ورکوي او افغاني او بهرني محصلان به په کې زده کړې کوي.
د افغانستان مالیې وزیر وايي، دا پوهنتون به د منطقې او نړی له سطحې سر برابر پوهنتون وي او د دوی هوډ دادی، چې په خپلو هلو ځلو دا پوهنتون د وخت په تیریدو سره د نړی په ۱۰۰ معتبرو پوهنتونونو کې راولي.
ده زیاته کړه، پاچا خان پوهنتون به د افغانستان او په خاصه توګه د خوست ځوانانو ته فرصت برابر کړي، چې خپلو کورونو ته نږدې په نړیوالو معیارونو برابرې زدکړی وکړي.
یاده دې وي، خواوشا شل میاشنې مخکې ولسمشر محمداشرف غني خوست ته په خپل سفر کې د کابینې وزیرانو ته چې ده سره راغلي ول، دنده سپارلې وه، چې پدې ولایت کې د پاچا خان پوهنتون د ایجاد لپاره عملي کارونه پیل کړي.
سره لدې چې مرکزي حکومت د پاچا خان د نړیوال پوهنتون د ځای د مشخصولو لپاره خوست ته پلاوي رالیږلي او په کابل کې هم ټاکلي کمیسیون پدې اړه ناستې کړي، خو د دې پوهنتون د عملي چارو پیلیدل چې د خلکو غوښتنه ده، تر اوسه په خوست کې نه ترسترګو کیږي.
د فېسبوک تبصرې