د جنورۍ پر درېیمه په شپه خوست کې د پکتیا، پکتیکا، لوګر، کابل او جنوبي پښتونخواد شاعرانو او فرهنګیانو په ګډون فرهنګي ماښام جوړ شوی وو.
د برنامې تابیا کوونکو وویل، لدې فرهنګي ماښامه يې موخه داوه، چې د بیلابیلو سیمو فرهنګیان سره وویني، د جګړه ځپلو فکرونود رغولو لپاره کار وشي او په ځانګړي ډول د ټولنې د دې حساس قشر په منځ کې راشه درشه ډېره شي.
د خوست په فرهنګي ماښام کې په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار پوهاند لال پاچا ازمون په خپلو خبرو کې وویل، دا ډول ناستې د بیلابیلو سیمو د فرهنګیانو زړونه سره نږدې کوي، مینه او الفت راولي او دا کرښې له منځه وړي.
ده وویل، د هنر یوه ګټه داده چې د و لسونو او خلکو تر منځ سرحد او پوله نه مني.
دی زیاتوي
"موږ کله نا کله د موسیقۍ الې اورو، د هغې سره لفظونه نه وي او پدې هم نه پوهیږو، چې دا ساز د کومې ژبې دي، خو دا د موسیقۍ اله یو کس ځانته راکاږي او نږدې کوي يې."
خوست والي محمد حلیم فدایي وايي، د دې فرهنګي ماښام تر ټولو ستر پیغام دادی، چېدا د څلورو لسیزو جګړو ځپلې فکرونه او ذهنونه ورغول شي، ځکه په زخمي زړه، فکر او احساس د ټولنې درد نشي دوا کیدلی.
ده وویل، په اوسني وخت کې د فرهنګیانو مسوولیت د دې ټولنې داګاه، روڼ اندي او حساس قشر په توګه دادی، چې په رواني لحاظ د دې ځپلې شوې ټولنې د ټولنیزو اصلاحاتو لپاره علاج ومومي.
په دې دستوره کې د پکتیا، پکتیکا، لوګر اوکابل د فرهنګیانو او شاعرانو سربیره د ځوان هنرمند اعجاز افق په ګډون د جنوبي پښتونخوا ځینو فرهنګیانو هم برخه اخیستې وه.
ځوان شاعر رفیع الله ضمیر د فرهنګي ماښام ګډونوالو ته په زړه پورې ترنم وکړ، چې حاضرینو يې په چکچکو هرکلۍ وکړ:
په څنګل زما ویده يې زه باور کولی نشم
ایا دا په خپله ته يې، زه باور کولی نشم.
ښه پوهیږمه چې مرمه ستا له تګ نه پس به مرمه
خو ته خاندې وايې ښه يې، زه باور کولی نشم
زړه له ډېرې مودې وروسته، د الفت په میکده کې
دریدلی په لمانځه يې، زه باور کولی نشم.
د دې پروګرام یوه برخه په خوست د رسنیو کنټرول د استاد حضرت بهار ژباړل شوي کتاب او اسانه وقایه او درملنه چې د لیکوال عبدالکریم پتنګ اثر دی، مخکتنې ته بیله شوې، وه چې ویناوالو يې په اهمیت خبرې وکړې.
د پروګرام وروستۍ برخه کې ځوان سندرغاړي اعجاز افق سندرې وویلې، چې ګډونوالو په چکچکو او تودو احساساتو بدرګه کولې.
د فېسبوک تبصرې