د لاسرسي ځای

تازه خبر

ساتهـ فورم پر ټویټر د پاکستاني پوځي ویاند څرګندونې وغندلې


ساتهـ واشنګټن
ساتهـ واشنګټن

د بهر میشتو پاکستانیانو سازمان ساتهـ د دوی په اړه د پوځي ویاند وروستۍ څرګندونې غندلې دي او پر سیاسي ګوندونو يي غږ کړی دی چې په پاکستان کې د ولسۍ واکمنۍ، اییني حکومتدارۍ او او د قانون برلاسیتوب لپاره مبارزه وکړي.

د پوځ ویاند میجرجنرال اصف غفور په پنجشنبه پر خپل ټوېټر په یوه بیان کې په غیرمستقیم توګه د ساتهـ فورم غړي ؛لار ورکياو بېکوره؛ بللي دي، چې پر سوشل میډیا یې تاوده بحثونه هم راپارولي ول.

په امریکا کې د ساتهـ فورم چې د ترهګرۍ ضداو بشري حقونو لپاره مبارزه کوي (ساوت ایشینز اګینسټ ټیررزم اینډ فار هیومن رایټس)، غړي یې وايي، د پاکستان پوځي اسټېبلېشمنټ نه غواړي چې څوک د دوی د بیانیې پرضد خبره وکړي، نو له دغه کبله د ټولو هغه هڅو مخه نیول غواړي چې په هېواد دننه اوبهر د ایین د حکمرانۍ، جمهوریت او بشري حقونو د دفاع لپاره ترسره کېږي.

ډاکټر تقي وايي، وړاندې د پاکستاني پوځ ویاندان، لیکوالان ول، کتابونه يې لیکلي ول او دا موجوده ویاند داسې سړی دی چې کتاب نه شي لوستلی.


بیګاه له مشال راډیو سره په خبرو کې د دغه فورم یوه مشر ډاکټر محمد تقي وویل، ساتهـ فورم په ۲۰۱۶ ز کال په وجود کې راغلی، چې موخه يې په پاکستان کې د جمهوریت او بشري حقونو دفاع ده. نوموړي د دوی پرضد د پوځ ویاند وروستۍ څرګندونې ناوړه وبللې.

''موږ له دې وړاندی هم د پاکستان د پوځ ویاندان لیدلي دي. په دغه منصب داسې خلک ناست وو، چې هغه لیکوالان ول، کتابونه يې لیکلي ول او دا موجوده ویاند داسې سړی دی چې کتاب لوستلی هم نه شي. ساتهـ کنفرانس یو وړوکی فورم دی خو موږ یوه فکري مورچه نیولې ده او دوی نه غواړي چې په دې کې هغه خلک وي،چې له ایسټیبلیشمنټ سره اختلاف لري.''

د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور د جنورۍ پر نهمه نېټه پر خپل ټوېټر لیکلي ول: ''په بېلارو کار مه لرئ، ارام ته یې پرېږدئ. هغوی له وړاندې ډېرې لیرې تللي دي. د دوی په زړه چادونه پوه شئ. پرې یې ږدئ چې یوځای سره کښېني او خپل ژوندې تېر کړي. او په اخیره کې يې لیکلي دي چې ځناورو ته پاملرنه کوئ.''

د پوځي ویاند د دې ټوېټ په ځواب کې له مشال راډيو په خبرو کېدفاعي کارپوهه او د پاکستاني پوځ پخوانی برېګېډیېر سید نذیر وايي، د بیان ازادي او سازمانانه جوړول د هرچا حق دی او د هغوی ږغ باید واورېدل شي.

نوموړي زیاته کړه چې د ساتهـ کانفرانس د غړیو د پاکستان په اړه په څرګندونو کې که تلخي وي خو که څوک يې ځوابول غواړي نو باید چې د دغې په ځواب کې خپله بیانیه وړاندې کړي او په درنه توګه يې وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر سوشل میډیا هغه پاکستانیانو ته پیغور ورکول کېږي چې د پاکستان له ریاستي پالیسۍ سره اختلاف لري او له ملکه بهر ژوند تېروي او ورته ویل کېږي که هغوی رښتیا د پاکستان خدمت کول غواړي نو ولې راستنیږي نه؟

د دې تر شا څه دي ؟ په دغه اړه د سیاسي او ایني چارو پوهـ محمد زبیر وايي،که دا یوه خوا دړکه ده نو بل خوا د ریاست بېوسي هم په ګوته کوي:(دړکه په دې معنا چې په ریاست کې خو هېڅوک زموږ مخالفت نه شي کولی او که تاسو دومره تکړه یاست نو راستانه شي چې موږ درسره وګورو. بېوسي په دې معنا چې له اسټیبلیشمنټ سره متبادله بیانیه نشته.)

د یادونې وړ ده چې ساتهـ فورم د روانې میاشتې پر ۵ مه نېټه په واشنګټن کې یوه غونډه جوړه کړې وه. د دې غونډې په اعلامیه کې په پاکستان کې په سیاست کې د پوځ په مداخلت، د خلکو په لادرکه کېدو او د بشري حقونو په سرغړونو نیوکې شوې وې او په سیاسي ګوندونو غږ شوی وو چې د ولس د واکمنۍ لپاره د عمل میدان ته راوړاندې شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG