د لويې پکتیا خلک او مساپر د عربي متحده اماراتو د سیاحتي ویزو د مودې پر ډېریدو خوښي څرګندوي او وايي، په دې سره به نه یوازې هغه ځای ته تګ او راتګ اسان شي، بلکېد دوی په سوداګرۍ او کاروبار کې به هم ورسره ښه والۍ راشي.
د جنوري په ۶مه د متحده عربي اماراتو لومړي وزیر او د دوبۍ حاکم شیخ محمد بن رشید المکتوم پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل، د دې لپاره چې متحده عربي امارات د سیالانیانو د خوښې په یوه وړ ځای بدل کړی، حکومت غواړي چې ټولو بهرنیو اتباعو ته څو کراته پنځه کلنې ویزې ورکړي.
متحده عربي اماراتو کې د شته افغاني کاریګرو په خوا کې په کلني ډول زرګونه نور افغانان هم د سیاحت لپاره خلیجي هېوادونو ته سفر کوي.
خوست اوسیدونکی محمدامین شاه الفت وايي، د متحده عربي اماراتو پنځه کلنې سیاحتي ویزې ځکه ورته ارزښت لري، چې یوه برخه کورنۍ يې هلته اوسیږي.
د ده په خبره، چې پخوا د عربي متحده اماراتو په سیاحتي ویزو هم ډېر لګښتونه کیدل.
د نورې نړۍ په څنګ کې د لويې پکتیا زرګونه خلک او ځوانان په عربي هېوادونو لکه متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر، کویټ، عمان او نورو هېوادونو کې کار او مزدوري کوي.
حاجي ګل احمد خان ګربز په عربو کې نولس کاله مساپري کړې ده او حاجي رحیم ګل یو بل خوستوال دی، چې نیمايي کورنۍ په عربي اماراتو کې اوسیږي، دوی وايي، عربي هېوادونه د افغانانانو لپاره ډېر په ګټه کې دي، ځکه په خوست کې ډیری ابادۍ په هغه پیسو شوي، چې خوستیو مساپرو هلته په خوارۍ مزدورۍ ګټلې دي.
دوی زیاتوي، دا ویزې ځکه ښې شوې، چې د دې سیمې یو شمېر خلک هلته د کورنیو سره اوسیږي او هغه ځای ته يې تګ راتګ ډېر دی.
د پکتیا ولایت دوه تنه اوسیدونکي اول خان او لایق خان وحدتبیا د دې پرېکړې سوداګریزې ګټې په ګوته کوي او وايي، د عربي اماراتو دا پرېکړه به د افغاني سوداګرو لپاره ډېره په ګټه وي، ځکه د دوی تجارت به دوامداره شي.
د پکتیکا ولایت اوسیدونکي هم د عربي متحده اماراتو په ملاقاتي او سیاحتي ویزو کې د وخت ډېریدول یو ښه ګام بولي.
د حاجي فضل ربي په نوم د میټاخان ولسوالۍ او د عبدالقدوس په نوم د مرکز ښرنې اوسیدونکی وايي، عربي متحده اماراتو د نورو هېوادونو په خوا کې افغانانو ته هم د اوږدمهالو ملاقاتي ویزو د ورکړې پرېکړه کړې، چې پدې سره به مخکینی ستونزې هوارې شي.
دوی وايي، د لويې پکتیا خلکو پخوا کې ډېر تعلیم نه دی کړی او ډیری يې په عربي هېوادونو کې کار او مزدورۍ کوي.
که څه هم په عربي متحده اماراتو کې د لويې پکتیا د زرګونو مساپرو او هلته ددې سیمې د اوسیدونکو کورنیو دقیق ارقام نه دي مالوم، خو د خوست د ډیریو کلیو تر سلو-سلو کسانو هم ډېر پدې هېواد کې په کار او مزدورۍ بوخت دي.
د فېسبوک تبصرې