د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لاهور یوه عدالت پوځي واکمن پروېز مشرف ته د مرګ سزا غیر اییني وګرځوله


جنرال پروېز مشرف له ۱۹۹۹ز تر ۲۰۰۸ پورې واکمن وو
جنرال پروېز مشرف له ۱۹۹۹ز تر ۲۰۰۸ پورې واکمن وو

لاهور های کورټ د پاکستان پخواني پوځي واکمن جنرال مشرف ته د مرګ سزا اورونکی ځانګړی عدالت غيرقانوني ګرځولی دی.

د جسټس مظاهر علي نقوي په مشرۍ کې درې کسيزه بنچ د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه په خپله فیصله کې د ځانګړي عدالت ټوله کاروايي هم ځنډولې ده.

عدالت ويلي چې د ځانګړي عدالت جوړولو په لړ کې قانوني غوښتنې نه دې پر ځای شوې. عدالت زياته کړه چې يو کس په غيرموجودګۍ کې محاکمه کول غير انساني، غير قانوني او غير اييني کار دی.

په فيصله کې ویل شوي، د ۱۸م اييني ترميم له مخې چې په شپږمه ماده کې کوم بدلون شوی هغه د پخوا وختونو پر مقدمو نه لاګو کېږي.

لاهور های کورټ دا فيصله د جنرال مشرف له خوا په ورکړل شوي هغه درخواست ورکړې چې پکې نوموړي د ځانګړي عدالت جوړول چېلنج کړی وو.

ځانګړي عدالت د ډېسېمبر پر ۱۷مه نېټه جنرال مشرف د غدارۍ په مقدمه کې د ايين شپږمې مادې له مخې مجرم ګرځولی وو او ورته يې د مرګ سزا اورولې وه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG