د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کورونا وایرس د مخنیوي هڅه کوي


په چین کې نږدې ۱۳۰۰ کسان کورونا وایرس ځپلي دي.
په چین کې نږدې ۱۳۰۰ کسان کورونا وایرس ځپلي دي.

پاکستان په چین کې د کورونا وایرس خپرېدو له اندېښنو سره مخامخ کړی ځکه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راشه درشه له وجې د دغه وایرس پاکستان ته د رسېدو وېره هم لیدل کېږي.

د چین په وهان ښار کې په لومړي ځل دې وایرس خلک وځپل او اوس چینايي چارواکي وايي، په ۲۹ صوبو کې یې نږدې ۱۳۰۰ کیسونه مخې ته راغلي دي چې د ۲۳۷ ناروغانو حالت پکې د اندېښنې وړ ښودل شوی.

د جنورۍ تر ۲۵مې نېټې پورې چینايي چارواکو د ۴۲ کسانو د مړینې پخلی کړی وو.

د پاکستان د روغتیا وزیرمملکت ډاکټر ظفر مرزا د جنورۍ پر ۲۵مه، د اسلام اباد پر هوايي ډګر له چینه د ورغلو مساپرو د سکریننګ یا صحي معاینې وڅارلې.

پاکستاني رسنۍ راپور ورکوي چې د جنورۍ پر ۲۵مه، په ملتان کې په یوه ۴۰ کلن چینايي وګړي فینګ فین کې، چې دوه ورځې مخکې له ووهانه ستون شوی وو، کورونا وایرس موندل شوی چې اوس د ملتان په نښتر روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

خو د پاکستان حکومت تر دې ګړۍ په دې اړه مشال راډیو ته څه نه دي ویلي.

د سیپیک او نورو پروژو له وجې زیات شمېر چینایان په پاکستان کې مېشت دي او له پاکستانه هم تجاران چین ته تګ راتګ کوي.

همدې خبرې د پاکستان د روغتیا وزارت اندېښمن کړی.

د پاکستان د روغتیا وزیر مملکت ډاکټر ظفر مرزا د جنورۍ پر ۲۴مه په یوه ویډیويي پیغام کې ولس ته په وینا کې وویل:

"اوس مهال په پاکستان او نړۍ کې د کورونا وایرس له وجې د اندېښنو یوه څپه خوره ده. په دې اړه د ډېرو ګامونو د پورته کولو ضرورت وو نو ما په روغتیا وزارت کې دننه یو بیړنی عملیاتي مرکز جوړ کړی. پاکستان ته هره اوونۍ له چینه ۴۸ پروازونه کېږي. دا پروازونه اسلام اباد، لاهور او کراچۍ ته کېږي. موږ په درو واړو هوايي ډګرونو له چینه د راغلو مساپرو د سکریننګ یا د معاینې انتظام کړی دی."

خو د پاکستان په سېنېټ کې د پیپلز ګوند او د روغتیا د کمېټۍ غړی بهره مند تنګي وايي، په پاکستان کې زیات شمېر چینایان کار کوي او هغه ته نه ښکاري چې حکومت به د ټولو راتلونکیو مساپرو سمه پلټنه وکړای شي.

په اوکراین کې مېشت ډاکټر فیروز شاه وايي، که د کورونا وایرس پر وخت تداوي ونشي خطره پېښولی شي خو که زر ورته پام وشي او مریض په وخت روغتون ته ورسول شي، درملنه یې ممکنه ده.

پاکستان او افغانستان د چین سره په څنګ کې پراته هېوادونه دي نو ځکه دا وېره هم زیاته لیدل کېږي چې دا وایرس به ژر دغو دواړو هېوادونو ته هم مخه وکړي او که هلته ورته لازمه تیاري ونه نیول شي نو زیات شمېر خلک اغېزمنولی شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG