اسلام اباد - رويټرز خبري اژانس د پاکستان د ملکي هوايي چلن هوابازۍ څانګې يو چارواکي عبدالستار کوکر له خلې ليکلي چې د فېبرورۍ تر دويمې پورې يې د چين لپاره خپل ټول پروازونه ځنډولي دي او تر هغه وروسته به د حالاتو جاج اخلي نو راتلونکې پرېکړه به کوي.
بلخوا د جنورۍ پر ۳۰مه د روغتيايي چارو لپاره د پاکستاني وزيراعظم سلاکار ډاکټر ظفر مرزا په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې کورونه وايرس ټوله نړۍ پرېشانه کړې ده. دا وايرس د چين په ګډون په ۱۵ هېوادونو کې خپور شوی دی. د نوموړي په وينا د روغتيا نړيوال سازمان ټولو غړيو هېوادونو ته چې شمېر يې ۱۹۴ جوړېږي لارښوونه کړې چې له چين څخه دې خپلې وګړي نه راباسي ځکه چې په دې هېواد کې له دې وايرس څخه د اغېزمنو ناروغانو ښه درملنه روانه ده.
نوموړي زياته کړې چې سازمان ورته ويلي چې چين کورونا وايرس تر هوبې صوبې پورې محدوده ساتلی چې مرکزي ښار يې ووهان دی.د روغتيا نړيوال سازمان په خبره که هېوادونو له چين څخه خپل وګړي را ايستل پيل کړل نو دا وايرس په ټوله نړۍ کې خپرېدای شي.
د ظفر مرزا وينا وه "د پاکستان حکومت ته په ووهان ښار کې ميشت د خپلو وګړيو هغومره فکر دی څومره چې يې مېندو او پلرونو ته دی. موږ داسې ګام پورته کول نه غواړو چې د دې وايرس د خپرېدو سبب وګرځي. موږ فکر کوو چې کوم پاکستانيان دا وخت په چين کې دي نو د هغوی لپاره دا ښه ده چې همهلته پاتې شي. د روغتيا نړيواله اداره هم دا خبره کوي. د چين پاليسي هم دا ده او موږ هم پر دې تګلاره ځو."
پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوي ويډيوګانې په چين کې مېشت پاکستانيان له حکومته غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې له دې ځايه را وايستل شي.
ډاکټر محمد نهار خان چې زوی يې د چين هوبې صوبې د ژينګ ژو ښار په يو پوهنتون کې سبق وايي د جنورۍ پر ۳۱مه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان حکومت دې د ځانګړو الوتکو له لارې د دوی بچي خپل هېواد ته راولي ځکه چې هلته په پاتې کېدو سره له کورونا وايرس څخه د دوی د اغېزمنېدو خطر موجود دی. د نوموړي وينا وه حکومت دې لومړی په چين کې د موجود پاکستانيانو طبي معاينه وکړي او چې کومو کسانو کې د دې وايرس علامات نه وي نو هغوی دې پاکستان ته راولي.
اخوا د جنورۍ پر۳۰مه د خېبر پښتونخوا د کوهاټ په شهيدانو چوک کې د احتجاجي مظاهرې پر مهال د په چين کې د بند پاتې زده کوونکو خپلوانو له حکومته غوښتنه وکړه چې زده کوونکي دې يې ژر تر ژره ورته را ورسوي.
ډاکټر ظفرمرزا د جنورۍ پر ۲۹مه ويلي و چې په پاکستان کې تر دې دمه د کورونا وايرس اغېزمن کس نشت خو په چين کې په ۴څلورو پاکستانيو زده کونکو کې د دې وايرس تصديق شوی دی.
د پاکستان حکومت په وينا په چين کې له ۲۸ زره څخه تر ۳۰ زره پورې پاکستانيان کې اوسيږي چې پکې لوی شمير يې د زده کونکو دی. د هوبې صوبې په ووهان ښار کې تر ۵۰۰ زيات پاکستاني زده کونکي مېشت دي.