په ټانک کې د یو مسود په نامه پرلت چې د جنورۍ پر ۲۷مه پیل شوی وو، لا هم روان دی. د جنوبي وزیرستان مسودو قبیلې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره د احتجاج په توګه دغه پرلت پیل کړی دی.
د پرلت ګډونوال وايي، حکومت دې د پوځي عملیاتو پر مهال هغوی ته د رسېدلي تاوان ازاله وکړي.
هغوی وايي، هلته د پوځي عملیاتو ۱۱ کاله وشول خو حکومت لا هم د زرګونو نړېدلو کورونو تاوان نه دی ورکړی.
د پرلت منتظم حیات پرېغل د فبرورۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، تر هغې به ناست وي چې د ړنګو شویو کورونو په اړه ټولې غوښتنې یې منل شوې نه وي.
"په وزیرستان کې چې د مسودو په سیمه کې کومه تباهي شوې ده، د حکومتي شمېرو ترمخه ۸۷ زره کورونه ړنګ شوي دي. حکومت مخکې د معاوضو اعلان کړی و، خو د سروې پر مهال غټ غټ کلي پاتې شوي، دا مسلې دې هوارې شي."
د جنوبي وزیرستان ډپټي کمشنر حمیدالله خټک وايي د صوبايي حکومت په امر یې د ړنګو شویو کورونو د سروی او معاوضو ورکولو ستونزه په پام کې نیولې او هیله ده چې زر یې د حل چارې پیل شي.
هلته په پېښور کې هم د شمالي وزیرستان د میرامشاه دوکاندارانو او د جایداد مالکانو هم خپل احتجاج جاري ساتلی دی.
هغوی وايي، په شمالي وزیرستان کې یې اوږد احتجاج وکړ خو حکومت یې غږ وانه ورید نو ځکه اوس په پېښور کې پر احتجاج مجبور شوي دي.
د هغوی غوښتنه ده چې حکومت دې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیاتو پر مهال د هغوی د تباه کړل شوي جایداد تاوان ورکړي.
دوکانداران او د مارکیټونو مالکان وايي، د ضرب عضب پوځي عملیاتو پر مهال یې د کروړونو روپو زیان شوی او حکومت ورسره د دوکانونو د یوې مرلې په سر د ۴۵ لکهه روپو معاوضې ژمنه کړې وه خو اوس یې نه ورکوي.
په پېښور کې د میرامشاه بازار د متاثرینو دا احتجاجي ناسته د جنورۍ په ۲۹ پیل شوې ده خو حکومت یې تر اوسه په اړه څه نه دي ویلي.
د فېسبوک تبصرې