د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست حیدرخېلو قوم د نشه يي توکو پر خلاف قومي تړون وکړ


په خوست کې قومي غونډه
په خوست کې قومي غونډه

د فبرورۍ پر۱۵مه د افغانستان د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ قومي مخورو، ځوانانو او مدني فعالانو د نشه يي توکو د کارونې همدارنګه پېر او پلور پر وړاندې قومي تړون وکړ.

یاد تړون چې خلکو او رسنیو ته د حېدرخېلو په دوسرکه ښارګوټي کې ابلاغ شو، په کې راغلي، که د حیدرخېلو قوم کوم کس نشه يي توکي وکارول، یا يې پېر او پلور وکړ، د دې سیمې خلک به ورسرهاړیکې پریکوي او له قومه به شړل کیږي.

بل لوري ته د یادې ولسوالۍ مسوولینو د ځايي مشرانو او ځوانانو د دې پرېکړې ستاینه کړې او هیله يې ښودلې، چې د دې تړون په عملي کیدو سره به د دې به دې پدیدې مخه ونیول شي.

د حېدرخېلو یو قومي مشر خانولي وویل، دوی په کلکه تړون کړی، چې په خپل قوم کې نشه یان او د نشه يي توکو کاروباریان نه پریږدي.

د حیدرخېلو د قومي شورا مشر ملک ولي محمد هموايي،که څوک په کلي او قوم کې د نشه يي توکو په استعمال یا پېر او پلور ونیول شول، د قومي اربکیو په واسطه يېحکومت ته سپاري.

دی زیاتوي، دې ته ورته تړون به په نږدې ورځو کې په اسماعیل خېلو او ورپسې د مندوزیو قوم کې هم وشي.

د دې تړون په ترتیب او تنظیم کې د حیدرخېلو قوم مدني فعالانو، روڼ اندو او ځوانانو هم ونډه اخیستې او یوه ګډه پرېکړه يې هم لیکلې ده.

د یادې سیمې یو ځوان رشیدالله همدرد د دې تړون د لیکلو مسایلو په باب وویل، د دې پرېکړې یوه ماده د درملتونونو لخواد نشه يي درملو خرڅول دي، چې لدې وروسته به د دې ځای درملتونونهد ډاکټر له نسخې پرته دا ډول درمل نه خرڅوي او که خرڅ يې کړل، دوی ته پدې سیمه کې د فعالیت اجازه نه ورکول کیږي.

د خوست د ولایتي شورا غړی نورشاه نوراني وویل، که څه هم د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې تر ډېره خلک د علم په ګاڼه سمبال دي، خو بیا هم د نشه يي توکو استعمال همدارنګه پېر او پلور په کې موجود وو:

"ددې تړون په رامنځته کولو سره زه مطمین یم چې د حیدرخېلو په سیمه کې به د نشه يي توکو قاچاقبران، هغه کسان چې نشه يي توکي به يې پلورل یا یې څکول، پدې تړون به يې مخه ونیول شي، زه ددې تړون هرکلۍ کوم، نورو ولسوالیو او ولایتونو ته هم باید دا تړون یو الهام شي، تر څو دا ويښتیا په نورو قومونو کې هم پیدا شي."

بل لوري ته د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوال محمداکبر ځدراڼ وايي، دوی به وتوانیږي، چې د ولس په ملاتړ تر ډېرهد نشه يي توکو د استعمال او قاچاقو مخه ونیسي.

ځدارڼ زیاتوي، په یاده ولسوالۍ کې ملکي او پوځي ادارو د قومي مخورو، ځوانانو او فعالانو د دې پرېکړې ملاتړ کوي او دوی سره یوځای به يې په عملي کیدو کې اقدام وکړي.

یاده دې وي، تر دې مخکې د خوست د دوه نورو سرحدي ولسوالیو شمل دوه منده او ګربزو ولسوالیو اوسیدونکو هم د قومي تړونونو له لارې پرېکړه کړې وه، چې نوي ښوونیز کال کې به خپلې نجونې او هلکان ښوونځیو کې شاملوي، او که چا له دې قومي پرېکړو سرغړونه کوله، د یوه اندازه مادي جریمې په خوا کې به د قوم خلک ورسره د کلیوالي او قومي اړیکو پالل پرېږدي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG