د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوالو د سولې لپاره د روانو هڅو ملاتړ وکړ


د دوشنبې په ورځ د خوست یو شمېر دیني عالمانو، قومي مخورو، روڼ اندو، مدني فعالانو او ځوانانو د یوې غونډې له لارې په افغانستان کې د سولې لپاره له وروستیو هڅو ملاتړ وکړ او له سیاسیونو يې وغوښتل، چې ټول په یو غږ لدې پروسې سره مرسته وکړي.

دوی وویل، که د ښکیلو خواوو د سولې غږ صادقانه وي، نو د یو بل پرواندې دې له ماشو ګوتې لیرې کړي او د اعتماد او باور جوړولو لپاره دې خپله رښتینولي څرګنده کړي.

یاده غونډه چې د یووالي او بدلون کاروان په نوم د یو مدني بنسټ په کوربه توب جوړه شوې وه، د یا بنسټ مشر عبدالولي واحدزي په خپلو خبرو کې وویل:

په دې جګړه کې د افغانانو اقتصاد له منځه ولاړ، علم او فرهنګ يې زیانمن شو، ورور وژنه روانه ده او دا هر څه د بهرنیو استخباراتو لخوا پر افغانانو تپل شوي دي.


''که ښکیلې خواوې واقعي سوله غواړي د یو او بل پر وړاندې دې، له ماشو ګوتې پورته کړي، په حکومت هم غږ کوو چې د امنیت، پولیسو، اردو او سرحدي قوتونه دې، خپلو ځواکونو ته هدایت وکړي، تر څو د سولې د اعتماد لپاره په خپلو عملیاتو کې تغیر راولي او په طالبانو مو هم غږ ده، چې لدې وروسته انتحار او انفجار، بمونه، ترور، د خلکو وژل، د خلکو بندیانول، د خلکو برمته کول دادې ودروي، دا موږ غږ وو او دا غږ به مو تر هغه وخته رسا وي، تر څو چې په ګران هېواد کې سوله نه وي راغلي.''

قومي مشر الحاج ګل نواز مندوزي هم د جګړې پر ښکیلو خواوو او سیاسیونو غږ وکړ، چې جګړه بس کړي.

نوموړي وویل، په دې جګړه کې د افغانانو اقتصاد له منځه ولاړ، علم او فرهنګ يې زیانمن شو، ورور وژنه روانه ده او دا هر څه د بهرنیو استخباراتو لخوا پر افغانانو تپل شوي دي.

قومي مشر توریالي منګل بیا په افغانستان کې د تلپاتې سولې او اعتماد جوړونې لپاره د ښکیلو خواوو نیت او اراده مهمه وبلله.

ده وویل، که د جګړې ښکیلې خواوې په رښتیني توګه وغواړي چې نور افغانان لدې بدحالته باسي، په هماغه ورځ سوله راځي، خو که خپلې ګټې او د بهرنیانو غوښتنې په پام کې ونیسي، نو دا سوله هېڅکله نشي راتللی.

مدني فعال قدیرالله لکڼوال بیا وویل، په تېرو څلوېښتو کلونو کې افغانان او نور ښکیل اړخونه تر دې اندازې، چې اوس یوې ملي اجماع ته رسیدلي، داسې یو تفاهم ته نه وو رسیدلي.

لکڼوال وايي، خوستوال د سولې له وروستیو پرمختګونو ملاتړ کوي، سوله نږدې ویني، خو له سیاسیونو غواړي چې په یو غږ لدې ملي پروسې ملاتړ وکړي.

په خوست او د افغانستان په نورو ولایتونو کې داسې مهال د سولې د وروستیو هڅو په ملاتړ غونډې کیږي، چې د دوشنې په ورځ د ملګرو ملتونو سر منشي هم په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه جوړې

شوې غونډې ته په وینا کې وویل نړیواله ټولنه، ګاونډیان او خپله افغان چارواکي باید له زړه کار وکړي چې سوله ټینګه شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټېنګار وکړ، چې د افغانستان د سولې لپاره شته فرصت باید له لاسه ونه وځي.

ده پر نړیوالو هم غږ وکړ چې افغانستان کې له سولې وروسته پانګونه وکړي، تر څو پدې هېواد کې پرمختګ راشي او خپل هېواد ته کډوالو لپاره د بېرته ستنېدو زمینه برابره شي

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG