د خوست اوسېدونکي او چارواکي وايي، ولسونه د دوی د سوکاله ژوند لپاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ او سرښندنې ستايي او په یو غږ ورڅخه ملاتړ کوي.
دوی یادې څرګندونېد پنجشنبې ورځې ناوخته په خوست کې د کب ۹مې یا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورځې په لمانځ غونډه کې وکړې.
په دې غونډه کې د خوست چارواکو دا هم وویل، افغان حکومت نه په خپله د پوځ پر سر له چا سره معامله کوي او نه نورو ته د معاملې اجازه ورکوي.
په خوست کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په لمانځ غونډه کې د یو شمېر سرتیرو او افسرانو سربیره د دې ولایت قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو هم برخه اخیستې وه.
په خوست کې د یووالي او بدلون کاروان مشر عبدالولي واحدزي د لمانځ غونډې په څنډه کې مشال راډیو ته وویل، خوستوال په یو غږ له فغان امنیتي ځواکونو ملاتړ څرګند کوي، د خپلو ځواکونو تر څنګ ولاړ دۍ او ولس به د دوی سرښندنې او قربانۍ هېرې نه کړي.
خوست والي محمدحلیم فدايي بیا په هېواد کې ځینو وروستیو پرمختګونو او د سولې لپاره هڅو ته په کتو وویل، افغانان سوله غواړي، خو په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر سر چا سره معامله نه کوي.
خوست والي محمدحلیم فدايي زیاته کړه:
"زموږ د علماوو، قومي مشرانو او مدني ټولنو دا غږ دی، چې ټول په یوه خوله له امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي او دوی اصلي مسلمانان، مجاهدینزیان او غازیان دي، موږ په خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو په باندې تر هیڅ یو شعار که هغه ډېر سپيڅلی هم وي، په هېڅ حالت کې نه ورباندې معامله کوو او نه نور معاملې ته پریږدو."
د کب د ۹مې د دې لمانځ غونډې څخه سرتېرو او افسرانو خوشالي څرګنده کړه او ویل يې چې د ولس اخلاص او ملاتړ دوی ته د لا زیاتې قربانۍ توان وروباخښه.
جګړن رحمت الله رحمتیار او سرتېری سلیم خان وايي، دوی د خپل ملت له ملاتړه ډېر خوشاله دي او له ولسمشر څخه هم مننه کوي، چې د کب ۹مه يې د دوی د ورځې په نوم نومولې ده.
دوی زیاتوي، لکه څومره چې ولس ورسره مینه لري، تر هغه زیات دوی د دې ملت د پوځ په توګه ورسره مینه لري، د ولس مینې دوی دې ته متوجه کړل، چې باید تر پخوا زیات خپلې دندې په ښه ډول ترسره کړي.
د غونډېګډونوالو او یو شمېر ماشومانود سرتیرو او افسرانو غاړو ته د ګلونو هارونه ورواچول او یو شمېر نور بیا د ولایتي ادارې لخوا نقدي او په ستاین لیکونو تقدیر شول.
د کب نهمه درې کاله وړاندې د افغان ولمشر محمداشرف غني په حکم د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په نوم ونومول شوه، له ۲۰۰۱ز کال راپدېخوا د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغان ځواکونو د تنظیم او پیاوړي کېدو لپاره هڅې روانې دي.
د فېسبوک تبصرې