اسلام اباد - د اسلام اباد پولیسو د "عورت ازادي مارچ" پر ګډونوالو د مشکوکو بریدګرو ضد مقدمه دایره کړې.
د عورت مارچ په نوم د لاریون منتظمینو او مشرانو د مارچ پر اتمه مشال راډيو ته ویلي ول چې د دوی د مخالف "حیا واک" په نوم لاریونوالو ورباندې کاڼي ورولي چې پکې لږ تر لږه اووه کسان ژوبل شوي ول.
حیا واک د جمیعت علمای اسلام (ف) په ګډون بېلا بېلو مذهبي ډلو د عورت مارچ په سیالۍ کې جوړ کړی وو او دواړه غونډې د اسلام اباد له پرېس کلب سره نېږدې د سړک دوو غاړو ته روانې وې.
د عورت او حیا لاریونونو په اړه ویډیويي رپورټ
دا غونډې د کاڼي ورولو پېښې له وجې ګډې وډې شوې او وروسته حیا واک پای ته ورسېد خو د عورت مارچ ګډونوال تر ټاکلي ډي چوکه ورغلل او خپل لاریون یې ختم کړ.
د حیا لاریون یوې مشرې او د جمیعت علمای اسلام (ف) سیاستوالې شاهدې اختر علي د مارچ پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې د مخالف لاریون برخوالو ورباندې کاڼي ورولي ول او دوی یې خپلې غونډې ختمولو ته اړ کړل.
د اسلام اباد انتظامي مشر محمد حمزه شفقات د مارچ پر نهمه د نامعلومه کسانو پر ضد د دایر شوي رپورټ انځور پر ټوېټر خپور کړ.
پر ټوېټر د اسلام اباد انتظامي مشر بیان
په رپورټ کې راغلي چې د مارچ پر اتمه له عورت مارچ سره په څنګ کې بل لاریون هم روان وو چې منتظمینو یې اجازه نه وه اخیستې.
رپورټ وايي، د حیا واک ځینو ګډونوالو پر عورت مارچ کاڼي ورولي چې پکې ځینې کسان لږ ژوبل شوي هم دي.
له اسلام اباد پرته، د پاکستان په نورو ښارونو کې د عورت مارچ غونډې او لاریونونه بې له خنډه یا ستونزې وشوې.
عورت مارچ د ښځو او سړیو د مساوات او په پاکستان کې د ښځو د حقونو خوندیتوب لپاره هڅې کوي او له درو کلونو راهیسې د ښځو پر نړیواله ورځ لاریونونه کوي.
د فېسبوک تبصرې