د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا: د کورونا مخنیوي‌ لپاره په يو شمېر سيمو کې فاتحې نه دي اخيستل شوې


د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي هلې ځلې
د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي هلې ځلې

پراګ - د خیبر پښتونخوا په خېبر قبایلي ضلع کې په دوو نورو کسانو کې د کورونا وایرس پخلی شوی دی.

د یادې ضلعې د صحت څانګې مشر طارق حیات مشال ريډيو ته وویل چې د مارچ پر ۲۹مه د باړې ناله کجورۍ د دوو کسانو د کورونا ټیسټونه مثبت راغلي دي.

د طارق حیات په وینا ، دا دوه کسان د مارچ په ۱۶ نیټه له عمرې راغلي وو او د مارچ په ۲۳ نیټه یې کورنټین کړي وو او اوس د پیښور پولیس اینډ سروسز روغتون ته استول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په باړه ناله کجورۍ کې یی د هغوي کور کلی کوارنټین کړی، دغلته د خلکو په تګ راتګ یې بندېز لګولی د کلي د نورو خلکو معاینه روانه ده.

له دې سره په خیبر پښتونخوا کې د کورونا وهلو شمېر ۱۹۰ ته رسېدلی دی.

بل پلو حکومتي چارواکي او عام ولس د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي.

د خيبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره د مړيو فاتحې نه دي اخيستل شوي.

د سيمې سياسي او مدني فعالان پر خلکو غږ کوي چې له ګڼې ګوڼې جوړولو ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي او په دې توګه له کورونا وايرسه د ځان او نورو خلکو د ساتلو په چارو کې مرسته وکړي.

په دې اړه د هارون باچا تفصیلي رپورټ دلته واوری

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG