د اپرېل پر ۱۶مه د خوست یو شمېر ځوانو رضاء کارو د دې ولایت په اسماعیل خېلو مندوزیو، ګربزو او موساخېلو ولسوالیو کې د کورونا وایرس په اړه د عامه پوهاوي لس ورځنۍ پروګرام پیل کړ.
یاد رضاء کاران چې د ځوانانو د یوې شبکې غړي دي، په دې ۳ ولسوالیو کې به،پر څلور نیم زره کورنیو د کورونا وایرس څخه د ځان ساتنې یوه اندازه توکي او د عامه پوهاوي پاڼې هموویشي.
د ځوانانو شبکې مشر شمس مراد مشال راډیو ته وویل، د افغانستان د نورو اتلسو ولایتونو په شان خوست او پکتیا هم د ځوانانو د شبکې برخه ګرځيدلي او ددې دواړو ولایتونو په دریو-دریو ولسوالیو کې به هم په خلکو د رضاء کارانو لخوا د کورونا وایرس څخه د ځان ساتنې توکي او د عامه پوهاوي پاڼې وویشل شي.
په خوست کې د ځوانانو رضاء کارانو د دریو ولسوالیو مشران هم وايي، چې دوی به کور په کور وګرځي او خلک به وهڅوي چې د کورونا وایرس په اړه روغتیايي لارښوونې عملي کړي او له اړتیا پرته دې له کورونو نه وځي.
حبیب الله اسماعیل خېل چې په اړونده ولسوالۍ کې د رضاء کارو ځوانانو مشري په غاړه لري وايي، د هرې ولسوالۍ رضاء کارانو ته د یونیم-یونیم زره کورنیو لپاره د عامه پوهاوي هدف ټاکل شوی، خو دوی به هڅه وکړي چې تر دې هدف ډېرې کورنۍ ددې وبا پر زیان خبرې کړي او له هغوی به وغواړي چې د ځان په خاطر دې له سختې اړتیا پرته له کورونو نه راوځي.
د موسا خېلو ولسوالۍ د رضاء کارو ځوانانو مشر طیب الدین بریال وايي، سره لدې چېکورونا وایرس درملنه نه لري، خو ځیني وقایوي تدابیر خلکو سره مرسته کوي، چې په دې وبا اخته نشي.
ده زیاته کړه، هڅه به وکړي چې د خلکو د خوندیتوب لپاره هره دروازه وټکوي او له هغوی به وغواړي چې دا وبا جدي ونیسي.
په خوست کې د میدیوتیک د ځايي دفتر مشر سیف الله حیات وايي، د یاد مرکز د ځوانانو شبکې رضاء کاران به له خوست سربیره د پکتیا په مرکز ګردیز، احمدابا او ګردې څېړۍ ولسوالیو کې همدروازه په دروازه ګرځي او د کورونا د خطر په اړه به خلکو ته پوهاوی ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د لوګر ولایت یو شمېر ځوانو خبریالانو هم د دې ولایت په شپږ ولسوالیو کې د کورونا وایرس په اړه خلکو ته عامه پوهاوی پیل کړی او هغوی هم د عامه پوهاوي په خوا کې پر خلکو صابون، ماسکونه، دستکشې او نور محافظتي توکي ویشي.
د فېسبوک تبصرې