د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بې وزلو مرسته وړونکي چارواکي دې سپیناوی وکړي: پېښور های کورټ


پاکستان کې د کورونا وایرس وبا خپرېدو پس د نور ملک غوندې په سوات کې هم له بې وزلو سره مرسته وشوه.
پاکستان کې د کورونا وایرس وبا خپرېدو پس د نور ملک غوندې په سوات کې هم له بې وزلو سره مرسته وشوه.

پېښور های کورټ ویلي، د صوبې او ضلعو په کچه د عدلیې ۲۲۱ ملازمینو له بې نظیر انکم سپورټ پروګرامه مرستې اخستي دي، چې دوي يې حقدار نه وو. عدالت په دوی کې ۲۲ چارواکیو ته امر کړی چې د ځان سپیناوی وکړي.

های کورټ په ضلعو کې هم ججانو ته ویلي چې د خپلو عدالتونو د هغه ملازمینو پرضد کاروایي وکړي چې د بې وسه خلکو مرستې خپلو کورونو ته وړي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د کورونا وبا له کبله ډېرو خلکو روزګارونه بایللي او حکومتي او ولسي مرستو ته اړتیا لري.

د پېښور های کورټ وکیلانو اتحادیې یوه غړي طارق افغان بېګاه (۲۳م اپریل) مشال راډیو سره په خبرو کې چیف جسټس سخت خواشیني ښودلې او د قانوني کاروایۍ امر یې کړی دی.نوموړي د های کورټ اقدام وستایلی خو زیاتوي چې باید دغه دایره د حکومت نورو ادارو ته هم وغځول شي.

د تحریک انصاف په مشرۍ د پاکستان موجوده حکومت د کورونا وبا له خورېدو وروستو د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام په بنیاد د اپریل په وړومبۍ نیټه احساس پروګرام پیل کړ. پر دغه مهال وزیراعظم عمران خان وویل چې تر دې پروژې لاندی به حاجتمندو ته د ۱۴۴ بلینه روپو مرستې ورکوي.

خو دغه مرستې حقدارو خلکو ته څنګه رسي؟ په دغه اړه په قاید اعظم پوهنتون کې د پروژو د انتظام د چارو یو پوه ډاکټر همایون خان وایي چې وړومبې چې کله داسې پروژې پیل کیږي نو ځني لوي چارواکي په کې په بیلا بیلو نومونو ځانله پانګې بېلې کړي، بل دا چې د حقدارو د پیژندلو لپاره د څه منظم طریقه کار نیشتوالې دی او دا څار هم نه سم نه کیږي چې مالي مرستې په سیاسي بنیادونو ویشل کیږي او کنه په اصل کې غریبانو او حاجتمندو ته رسیږي.

په اسلام اباد کې د ښځو د حقونو د دفاع د یوې غیرسرکاری ادارې مشره ښاد بیګم دا پروګرام د بیوزله ښځو د مرستې لپاره ډیر مهم ګڼي خو وايي په دې نیزدو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې مالي مرستې حقدارو کسانو ته نه رسي.

نوموړی وايي باید حکومت په دغه اړه ازادی پلټنې وکړي خو دې پروګرام له دوام ورکړي ځکه چې د خیبر پښتونخوا او قبایلي ضلعو په ګډون د پاکستان په ډیرو کلیوالو سیمو کې د ډیرو ښځو ګزاره هم په دغه مالي مرستو کیږي. نوموړی زیاته کړه دا اوس اوس د ډیرو حقدارو ښځو نومونه د مرستو له فهرسته لیری کړل شوي دي نو باید په دې اړه سمه سروې وشي او د محتاجو ښځو نومونه بیا په دغه فهرست کې شامل کړل شي.

د یادونې وړ ده چې په احساس پروګرام کې د بدعنوانۍ د راپورونو خپریدو نه وروستو د غربت د خاتمې او ولسي پرمختیا لپاره د وزیراعظم سلاکاری ثانیه نشتر د اپریل په ۱۲ مه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو چې هغه به پخپله ددغه تورونو پلټنې کوي او دا چې په هیڅ حال کې به هم د اداري فساد اجازه ورنکړي.

XS
SM
MD
LG