د پېښور په قاسم علي خان مسجد کي بېګا ماښام د روژې میاشتي لپاره یوې غېر سرکاري کمیټۍ د مفتي شهاب الدین پوپلزي په مشرۍ سر له ننه (د جمعې ورځ) د روژې نیولو اعلان وکړ. خو هم بېګا شپه په کراچي کي بیا د پاکستان د سرکاري رویت هلال کمیټۍ غونډه ترسره شوه او د غونډي روستو د سرکاري رویت هلال کمیټۍ مشر مفتي منیب الرحمان په خبري کانفرس کې وویل چې تېره ورځ د پاکستان يه یو ځاي کي هم د روژي میاشت په نظر نه ده راغلي او په پاکستان کي به د روژې میاش د اپرېل له ۲۵مې نېټې نه شروع کیږي. له پېښوره د غلام غوث راپور