د لاسرسي ځای

تازه خبر

ږلۍ او باران د صوابۍ د تمباکو او غنمو فصلونه "زښت زیانمن" کړي


یوه ماشومه د پښتونخوا د تمباکو فصل پاڼې بېلوي
یوه ماشومه د پښتونخوا د تمباکو فصل پاڼې بېلوي

د خيبر پښتونخوا د صوابۍ د کروندګرو د ټولنو استازي وايي، د اپرېل پر ۲۵مه تېز باران او ږلۍ یې فصلونه "زښت زیانمن" کړي دي.

دوی د اپرېل پر ۲۶مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل تر ټولو زیات زیان د سیمې د تمباکو فصل ته اوښتی دی.

صوابۍ او مردان نه یوازې د خیبر پښتونخوا، بلکې د پاکستان پر کچ د تر ټولو زیات تمباکو پیدا کوونکو سیمو څخه دي.

د پاکستان د تمباکو د کروندګرو د سازمان مشر او د صوابۍ د مترې کلي اوسېدونکی لیاقت یوسفزی وايي، ورښتونو د ضلعې د شاوخوا ۳۰ انتظامي برخو (یونین کونسلو) فصلونه زیانمن کړي دي:

"د سېګرېټو تمباکو او د نسوارو تمباکو [فصل] ته ډېر زیات نقصان رسېدلی دی. د غنمو فصل چې تقریباً تیار وو، مکمل تباه شوی دی. مختلفې سبزۍ او د مېوو [باغونه] چې [ګل شوي ول] هم ډېر زیات زیانمن شوي دي."

یوسفزی وايي، د سیمې تر ټولو مهم پیداوار د تمباکو فصل دی چې دوی یې وفاقي حکومت ته "۱۵۰ اربه روپۍ" یوازې په ټیکس (مالیو) کې ورکوي.

همدا لامل دی چې نوموړي له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې د زیانمنو شویو بزګرانو مرسته دې وکړي.

په صوابۍ کې د "کاشتکار کووارډینېشن کونسل پښتونخوا" په نوم د بزګرانو یوې ټولنې ویاند محمد علي ډاګیوال هم وايي چې د سیمې د وړو کروندګرو د ژوند مالي چارې د تمباکو پر فصل ولاړې دي نو ځکه دې نه یوازې حکومت بلکې د سېګرېټو شرکتونه هم ورسره مرستې وکړي.

د صوابۍ یو انتظامي مشر ګوهر خان وايي، د ږلۍ او باران د زیان کچ په اړه معلومات غونډ کړي او بیا به یې رپورټ صوبايي حکومت ته واستوي.

ده زیاته کړه چې په دې لړ کې حکومت هره پرېکړه وکړه، ورڅخه به کروندګر خبر کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG