د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت ټولبند نرموي


د پېښور ښار یوه سیمه
د پېښور ښار یوه سیمه

د خيبر پښتونخوا د محنت او مزدورانو چارو وزير شوکت يوسفزی وايي، له ځايي تجارانو سره تر سلا مشورو وروسته يې پرېکړه کړې چې ځينې مخصوص کاروبارونه بیرته خلاص کړي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې شوکت يوسفزی وویل، تجارانو ورته د همکارۍ ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړی او د هفتې پر مخصوصو ورځو به مخصوص کاروبارونه پرانيزي.

''له دې باوجود چې په ملک کې د کورونا وايرس مساله ‌‌‌‌‌‌سنګينه شوې، وزيراعظم غواړي د غريبو خلکو د روزګار وسيلې بیرته جوړې شي. حکومت د احساس پروګرام له لارې بېوزلو ته مالي مرستې رسوي، خو تر ‌‌‌‌‌‌ډېره وخته به يې جاري و نه ساتلای شي. ما ته اعلا وزير کار راسپارلی وو چې د پېښور له تجارانو سره وګورم او د کاروبارونو بېرته خلاصولو پر لارو چارو ورسره سلا شم. کاروباريانو موږ ته خپل وړانديزونه راکړي دي. بس دې ته انتظار دی چې وزيراعظم په ورځ دوه کې د لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون نرمولو په اړه حتمي پرېکړه وکړي، بيا به موږ هم خپل پروګرام پيل کړو.''

شوکت يوسفزي خوښي ښکاره کړه چې د نورې نړۍ پرتله کورونا وايرس په پاکستان کې په تېزۍ سره خپور نه شو.

خو رپورټونه وايي، تر کراچۍ وروسته پېښور د هېواد دويمه ضلع ده چې پکې د کورونا وايرس له لاسه د مړيو شمېر تر 100 اوښتی.

د پېښور د سوداګرۍ خونې يو پخوانی مشر زاهد شينواری، چې له حکومت سره د تجارانو په اوسنيو خبرو کې هم شامل وو، وايي حکومت و نه توانېد چې لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون په سمه توګه عملي کړي او په نتيجه کې يې خلک له کورونا وايرسه وژغوري.

''حکومت هسې ګپ ولګاوه، لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون يې، هغه رنګ چې لازمه وه، عملي نه کړای شو. حکومت يوازې بازارونه او کارخانې بندې کړې او خلک يې زښته تاواني کړل. په هېواد کې د کورونا ناروغان او هم يې مړي ‌‌‌‌‌‌ډېر شوي. حکومت ته مو وويل چې دا هر څه ستاسو د غلطو پالېسيو نتيجه ده. وړانديز مو ورته وکړ چې د بازارونو لپاره د نويو لارښوونو په رڼا کې خلکو ته د خپلو کاروبارونو کولو اجازه ورکړي.''

د خيبر پښتونخوا د تاجرانو د مرکزي تنظيم مشر ملک مهر الهي له مشال را‌‌‌‌‌‌ډيو سره په خبرو کې هغه کاروبارونه په ګوته کړل چې دوی يې حکومت ته د بېرته خلاصولو وړانديز کړی دی.

''کاروبار چې درېدلی خو حکومت ته هم نقصان دی، ځکه ټيکسونه، د بحلۍ بېلونه، کرايې، هر څه بند دي. حکومت له موږ غوښتي وو چې د دوکانو بېرته خلاصولو لپاره طريقه کار ورسره شريک کړو. هغه کار مو وکړ،کاروبارونه مو په دوو برخو ووېشل او د اوونۍ مخصوصې ورځې مو ورته وټاکلې. حکومت ته مو د هغو دوکانونو بېرته خلاصولو لپاره ويلي دي چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې نه جوړيږي، لکه د زرګر دوکان، موټر بارګين، فرنيچر والا، فوټو لېبارټري او د اليکټرانيکي شيانو لکه ايرکن‌‌‌‌‌‌ډيشنر، فرېج او فريزر دوکان. حکومت ويلي چې په دوه ورځو کې به ښه خبر راکړي. موږ هم په کورونا وايرس ضد هلو ځلو کې د مرستې ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړی دی.''

پاکستانيو رسنيو د ګل پر ورځ د خيبر پښتونخوا د صحت محکمې په حواله ويلي چې د 159 نويو مثبتو کيسونو مخې ته راتلو سره په صوبه کې د کورونا ناروغانو شمېر 3288 ته رسېدلی.

وزيراعظم عمران خان هم د ګل پر ورځ ويلي، حکومت به يې په ټولبند يا لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون کې ورو په ورو، خو د حفاظتي تدابيرو په پام کې نيولو سره نرمي راولي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG