د افغانستان د خوست چارواکي وايي، د ملي امنیت ځواکونو لخوا په دې وروستیو کې۲۰ کسان د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوي، چې ډېر ژر به عدلي او قضايي ادارو ته وروپېژندل شي.
چارواکي زیاتوي، یادو کسانو ددې ولایت په یو شمیر وسلوالو بریدونو،امنیتي پيښو او هدفي وژنو کې لاس لاره.
بل لوري ته د خوست اوسېدونکي په دې ولایت کې وروستیو امنیتي پېښو ته انديښمن دي او غوښتنه کوي، چې امنیتي او کشفي ادارې دې د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.
د مې پر ۱۲مه د خوست چارواکو لخوا هغه ۲۰ کسان رسنیو ته وښودل شول، چې په دې وروستیو کې د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې د دې ولایت په مرکز او اړوندو سیمو کې د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوي دي.
چارواکي وايي دا کسان د ماین اېښودونې، د حقاني شبکې د غړیتوب، بهرنیو استخباراتو سره د اړیکو او هدفي وژنو په تور نیول شوي، چې ژر به عدلي ادارو ته وروپېژندل شي.
د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان وویل، د دې کسانو په نیول کېدو سره به پېښو کې لږوالی راشي.
نوموړي زیاته کړه:
"په نیول شویو کسانو کې ۹ تنه ماین اېښودونکي دي، ۶ کسان د حقاني شبکې د غړیتوب په تور نیول شوي دي، ۲ کسان بهرنیو استخباراتو ته د مالوماتو په ورکولو او همکارۍ په تور نیول شوي او ۲ نور د ترور او هدفي وژنو په تور نیول شوي دي."
بل لوري د خوست اوسېدونکي په دې ولایت کې هدفي وژنو او نورو ترهګریزو فعالیتونو ته په انديښنه کې دي او غوښتنه کوي چې امنیتي او کشفي ادارې دې په دې برخه کې خپل فعالیتونه چټک کړي.
د خوست اوسېدونکی نورولي ځیني خېل وايي، په دې ولایت کې هدفي وژنې زیاتې شوې، نو له کشفي او امنیتي ادارو د دوی هیله داده چې خپلې هڅې ګړندۍ کړي تر څو پر وخت يې مخه ونیول شي.
د خوست چارواکي داسې مهال د ترهګریزو بریدونو په تور د ۲۰ تنو د نیول کېدو خبره کوي، چې په همدې ورځ د خوست د صبریو په خلبیسات بازار او خوست ښار کې په ۲ جلا-جلا چاودنو کې یو ملکي وګړی ووژل شو، ۱۰ ولسي وګړي او ۳ پولیس په کې ټپیان شول.
د فېسبوک تبصرې