د پاکستان په کراچۍ ښار کې پښتانه په دومره لوی شمېر کې ژوند کوي چې دې ته د پښتنو تر ټولو لوی ښار ويل کېږي. د ښار په اقتصادي هلوځلو کې پښتانه ډېره لویه ونډه لري. کراچۍوال نه يوازې د ښار دننه د پښتنو په ټرانسپورټ کې سفر کوي بلکې په دوی کې زياتره خپله ورځ د کوټې هوټل له ناشتې پيلولي. د يوې اندازې له مخې په کراچۍ کې تر يو لک زيات د کوټې وال هوټلونه دي.
عبدالحي کاکړ په کراچۍ کې د کوټې هوټلونو پراخېدونکې کاروبار، د دوی د مشهورتيا وجو او ستونزو په اړه دا ځانګړۍ رپورټ جوړ کړی دی
عبدالحي کاکړ په کراچۍ کې د کوټې هوټلونو پراخېدونکې کاروبار، د دوی د مشهورتيا وجو او ستونزو په اړه دا ځانګړۍ رپورټ جوړ کړی دی