پراګ - عوامي نېشنل ګوند وايي، پرېکړه یې کړې ده چې د ولس د خدمت لپاره خدايي خدمتګار تحریک بیا فعال کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د عوامي نشنل ګوند تر څنګ د یاد ګوند پښتون سټوډنټس فیډرېشن او نشنل یوت ارګنایزشن هم موجود دي.
د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند له پارلماني مشر سردار حسېن بابک څخه مو وپوښتل چې د خدايي خدمتګار تحریک بیا پیل ضرورت ولې پېښ شو؟
هغه وویل، “ په کار دا وه چې دا تسلسل جاري وای خو د بېلا بېلو وجوهاتو پر بنیاد دا غیرفعاله شوی وو ، نو د دې را ژوندي کول خو ډېر مخکې په کار وو خو چې نه وو شوي او اوس وشو نو ډېر ښه وشو.”
تاریخپوهان وايي ، د باچا خان خدایي خدمتګار تحریک تر اصلاح زیات له برتانوي راج څخه د ازادۍ تحریک وو.
عوامي نېشنل ګوند وايي چې اوس به د خدایي خدمتګار تحریک مشري ډاکټر شمس الحق کوي کوم چې په بېړنیو حالاتو کې د ژغورونکې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ پخوانی مشر دی.
له ډاکټر شمس الحق څخه مو وپوښتل چې د خدايي خدمتګار تحریک جوړښت به څنګه وي؟
هغه وویل ، “په دې کې به دوه قسمه خلک کار کوي چې یو پکې رضاکار دي چې شمېر یې تر ۱۲۰۰۰۰پورې دی او هغوي به موږ د صوبې ګوټ ګوټ ته رسوو او بل پکې مهارت لرونکي تخنیکي کسان وي چې هغوي ګمارل شوي وي. لکه ایمبولس ټیکنیشن ، د اور وژونکي شو یا د سېلاب په وخت کې ژغورونکي شو ، لکه څنګه چې په ریسکیو ۱۱۲۲ کې موږ کول ، په هغه کې زما ډېره تجربه ده او اوس به هغه دلته په خدايي خدمتګار تحریک کې عملي کوو.”
عبدالفغار خان یا باچا خان چې کوم خدايي خدمتګار تحریک پیل کړی وو هغه یوازې په ټولنه کې د اصلاحاتو لپاره نه وو بلکې جدي سیاسي هدفونه یې هم درلودل.
د هغه خدايي خدمتګار په حلف نامه کې څرګند لیکل شوي چې “د خپل وطن د ازادۍ اخیستلو او ازاد ساتلو هڅه به کوم.”
خو ډاکټر شمس الحق که څه هم وايي چې دا اوسنی خدايي خدمتګار تحریک د باچا خان د هغه تسلسل دی خو د ده په وینا ، د اوسنی هغه به په سیاست کې ښکېل نه وي.
ده زیاته کړه چې ، “د سیاست او جدوجهد لپاره د عوامي نېشنل ګوند پلېټ فارم شته ، او د هغوي خپلې هلې ځلې به کوي خو زموږ دا خدايي خدمتګار تحریک چې دی دا به یوازې د خلکو د خیرښېګړې لپاره کار کوي.”
سردار حسېن بابک د اوسني خدايي خدمتګار تحریک د سیاسي فعالیت په اړه وویل ، “زه نه ګڼم چې د عوامي نشنل ګوند په موجودګۍ کې او یا د ګوند د لاندینيو تنظیمونو په موجودګۍ کې دې خدای یې مکړه داسې وخت راشي چې خدايي خدمتګار تحریک دې جلوسونه باسي او هغوي دې احتجاجونه کوي.”
تاریخپوهان وايي ، د باچا خان خدایي خدمتګار تحریک تر اصلاح زیات له برتانوي راج څخه د ازادۍ تحریک وو.
د باچاخان پر مبارزه ژورنظر لرونکی او تاریخپوه ډاکټر سید وقار علي شاه یې یوه بېلګه وړاندې کړه.
ده وویل، “ چې کله باچا خان د هند په ممبۍ کې له امان الله خان سره ملاقات وکړ او هغه ورته خبرې اترې وکړې نو باچا خان په دې نتیجه ورسېد چې اوس یوازې په اصلاحي کارونو دا خبره نه کېږي او دا د ۱۹۲۹م د اوړي خبره ده ، او بیا له هغه وروسته په سپټمبر او اکتوبر کې د زلمیو جرګه جوړېږي او ورپسې د خدايي خدمتګار تحریک اعلان هم کېږي او په هغه کې دوي وايي چې موږ به په سوله ییزه توګه د هندوستان ازادي اخلو. نو د وطن ازادي اخیستل په اصلاحي تحریک نه کېږي دا د سیاسي تحریک کار دی.”
د سیمې پر سیاست ژور نظر لرونکی او لیکوال افراسیاب خټک هم د باچاخان خدايي خدمتګار تحریک د خپلواکۍ غورځنګ بولي.
نوموړي وویل ، “زه په لنډو ټکو ویلای شم چې دا د ازادۍ تحریک وو او د دې لوی مقصد د پښتون قوم ازادي او د قامونو په قطار کې د سیال په توګه درول ، د مېرمنو حقونه ، بشري حقونه ، تعلیم ، جمهوریت ، د غریبو حقوق ، د کسبګرو او دهقانانو حقوق ، یانې دا هر څه په دې تحریک کې شامل وو.”
عابد جان رزړوال په خپل کتاب “بابا او خدايي خدمتګار تحریک” کې لیکي چې د خدايي خدمتګار تحریک لومړی مرکزي کنوېنشن د ۱۹۳۰م کال د اپرېل له ۱۹ تر ۲۲مې نېټې د چارسدې په اتمانزو کې شوی وو.
د فېسبوک تبصرې