د دې ادارې په خبره، د کورونا وبا له وجې دا وخت د نړۍ په کچه شاوخوا يو اعشاريه دوه اربه ماشومان له سکولونو بهر دي. د يونيسېف د تعليمي چارو مشر روبرټ جينکېنز د روانې جون مياشتې پر څلورمه په يو بيان کې ويلي، د دې لپاره چې د نړۍ ماشومان د کورونو دننه خپلې زده کړې جاري وساتي، انټرنېټ او نورو فرصتونو ته د هغوی لاسرسی ډېر اړين دی.
د خيبرپښتونخوا د تعليم محکمې مشر پلاننګ افسر حشمت خان د يونيسېف اندېښنې پر ځای بولي او وايي چې دوی تر خپله وسه کوښښ کړی چې د سرکاري سکولونو ماشومان او د هغوی استادان وزګار کېنني بلکې د زده کړو له نويو لارو چارو سره اشنا شي او له هغو ګټه پورته کړي.
موږ هر ماشوم ته د داسې درسي موادو په رسولو لګيا يو چې هغوی بغېر له انټرنيټه زده کړې روانې وساتلی شي.حشمت خان
نوموړي د جون پر اوومه له مشال راډيو سره په خبرو کې زياته کړه، دوی به په راتلونکو دوه اوونيو کې د صوبې د سرکاري سکولونو له لومړي نيولې تر اتم ټولګي د ماشومانو ځانګړي "ورک شيټونه" د هغوی کورو ته ورسوي. حشمت خان وويل، ماشومان به پرته له دې چې انټرنېټ يا بلې کومې ټېکنالوجۍ ته اړتيا ولري وکولی شي چې خپل نصاب ولولي او زده يې کړي. د نوموړي په وينا، حکومت له سرکاري استادانو هم غوښتي چې د "امرېکن بورډ سرټيفيکيشن" په نوم له يوې ادارې سره ځانونه راجسټر او وړيا کورسونه ترلاسه کړي.
د خيبرپښتونخوا د تعليم محکمې مشر پلاننګ افسر په عين وخت کې د انټرنېټ او يا هم سرکاري ټيليويژن له لارې د پاکستانيو ماشومانو لپاره د زده کړو پيل شوي پروګرامونه غېر موثره بولي. دی وايي، په پاکستان کې د زده کړې د انلاېن پروګرامونو لپاره انفراسټرکچر نشته. د هر کور هر يوه ماشوم انټرنېټ او يا هم کمپيوټر ته لاسرسی نه لري. د دې ترڅنګ، پر ټيليويژن د زده کړې پروګرام څارنه هم ګرانه ده چې ايا ماشومان ترې ګټه پورته کوي او که نه.
د خيبرپښتونخوا د تعليم محکمې د مشر پلاننګ افسر په خبره، د صوبې د سرکاري سکولونو د استادانو شمېر دا وخت شاوخوا دوه لاکه ته رسېدلی دی.
په پښتنو سيمو کې د انټرنيټ او بجلۍ نشتوالي له وجې په زرګونو زده کوونکي د حکومت له خوا د آن لاين او پر ټيليويژن د روانو کړو زده کړو ګټه نه شې اخیستلیفضل رحيم مروت
دا چې استادان د کورونا وبا په موجوده حالت کې د ماشومانو د زده کړو بهير په اړه څومره اندېښمن دي او د حکومت د نويو اقداماتو په هکله څه نظر لري؟ د صوابۍ ضلعې د پنجپير کلي د هايي سکول پرېنسيپل محمد وقاص وايي، له ماشومانو سره کړې خواري يې ضايع شوې او د تعليم محکمه دوی ته هېڅ لارښوونه نه کوي.
د وقاص په وينا، حکومت ورته يوازې دومره ويلي چې د نوي کال لپاره داخلې وکړي او زده کوونکو ته نوي کتابونه ورکړي. نوموړی زياتوي، دوی داسې انګېري لکه چې په کورونا وبا کې حکومت دوی بېخي هېر کړي وي.
د باچا خان پوهنتون پخوانی واېس چانسلر او د پښتونخوا ټيکسټ بک بورډ پخوانی مشر پروفيسر ډاکټر فضل رحيم مروت هغه يو شمېر ستونزې په ګوته کوي چې له وجې يې د ده په اند، په پاکستان کې د په کور ناستو ماشومانو تعليمي پروګرامونه نشي کاميابېدای.
دی د انټرنېټ او بجلۍ نشتوالي، د استادانو د تربيې پروګرامونو د فقدان او په نصابي کتابونو کې د شتو نيمګړتياو خبره کوي. مروت البته زياتوي چې که نړيوالې ادارې د پاکستان مرستې ته حاضرې شوې نو هيله کېدای شي چې د هېواد ماشومان خپلې زده کړې جاري وساتلای شي.
د يونيسېف شمېرې ښيي چې د نړۍ د 71 هېوادونو تر نيمايي کم نفوس انټرنېټ ته لاسرسی لري. خو د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو څخه د 127 هغو شاوخوا 75 فيصده حکومتونو د کورونا وبا په شپو ورځو کې د ماشومانو د زده کړو لپاره انلاين فرصتونه برابر کړي دي.