د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان نړیوال پروازونه بحال کړل


د پي ای اې الوتکه پر اسلام اباد هوايي ډګر د کوزېدو په حال کې. ۲۰۰۷، ۱۰م سېپټمبر
د پي ای اې الوتکه پر اسلام اباد هوايي ډګر د کوزېدو په حال کې. ۲۰۰۷، ۱۰م سېپټمبر

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نړیوالو پروازونو د بحالولو منظوري ورکړې ده چې د کویډ ۱۹ وبا له راتلو پس یې تړلي ول.

د هوايي چلند وفاقي وزیر ویاند زیشان د جون پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې د وزیراعظم له امر وروسته به اوس د هوابازی اداره د کورونا وایرس مخنیوی لپاره احتیاطي تدابیرو عملي کولو سره د پروازونو بحالېدل عملي کوي.

''د حکومت له اړخه پریکړه شوې ده چې پروازونه دې بحال کړل شي. د دې په اړه به کیدای شي چې دا اوونۍ لیکلې امر نامه خپره شي. د پاکستان هوايي چلند اداره به ایس او پییز او نورې ضروري خبرې پوره کوي او بیا به هوايي شرکتونو ته د پروازونو په اړه هدایات ورکوي. نو له هغې وروسته به هوايي شرکتونه بیا د پروازونو په اړه خپل مهال ویش یا شیډول جاري کوي.''

د پیښور باچا خان هوايي ډګر ویبپاڼې له مخې د جون د ۱۷مې ماښام شپږو بجو پورې د قطر هوايي شرکت سربیره نور پروازونه منسوخ شوی وو.


په باچا خان هوايي ډګر کې له یو هوايي شرکت سره کارکونکي شهزاد ګل مشال رېډیو ته وویل چې ځینو هېوادونو د کورونا وبا پرمهال د مسافرو لپاره هدایات جاري کړي نو باید مسافر هغه پوره کولو سره ټکټونه واخلي.

'' ځینې هېوادونه هغه کسان غواړي چې د هغوی پکار دي لکه ډیپلومیټان، ډاکټران او انجنیران وغیره. اروپايي هېوادونو بېلا بېل محدودیتونه لګولې دي چې پکې یو وکۍ ټو بورډ یانې هېواد ته د ور تلو اجازه اخیستل دي.دغسې برتانیې ته د تلو نه وړاندی باید یو فارم ډک کړل شي او که چا سره نه وي او برتانیا ته ورسیږي نو هلته جرمانه کېدای هم شي.''

په ۱۶ مارچ مې واپسي وه، صرف د ۴۷ ورځو په چټۍ راغلی وم خو اوس دلته پاکستان کې ګیر یمه.
عمر فاروق


دغسې د جون بر ۱۷مه د اسلام اباد اییر پورټ په ویبپاڼه هم له اسلام اباد اییرپورټه زیاتره پروازونه منسوخ شوي وو. د پاکستان قامي شرکت پي ايي اې یو کارکونکې نصرالله اپرېدی وايي چې متحده عربي اماراتو د مسافرو هغه هېواد ته د داخلیدو لپاره رجسټریشن لازمي کړی او د هغې په بنیاد مسافرو هلته ورتلو اجازه ورکوي.

''مسافر سره د سفر پرمهال د روغتیا سند پکار دی. او نور کاغذونه به ورته د پروازونو اخیستو ایجنټان وښيي.''

د راپورونو له مخې په پاکستان کې دا مهال ګڼ مسافر د پروازونو نه ملاوېدو له وجې له مشکلاتو سره مخامخ دي.

د مومندو اوسیدونکی عمر فاروق وايي، په سعودي عرب کې مسافري کوي خو له تیرو څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې د پروازونو نشتوالي له وجې پاتې شوی دی.

''زما په ۱۶ مارچ واپسي وه، صرف د ۴۷ ورځو په چټۍ راغلی وم خو اوس دلته پاکستان کې ګیر یمه.''

د پاکستان حکومت د مۍ پر ۲۹مه د شاوخوا یو میاشت وروسته نورو هېوادونو ته د پروازونو بحالولو اعلان وکړ په دې کې یوازې یو څو هوايي شرکتونو پروازونه بحال کړ خو هغه هم ډیر لږ دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG