د بلوچستان نیشنل پارټۍ منګل ډلې غړي وايي، د تحریک انصاف په مشری حکومت ورسره د اتحاد جوړولو پر مهال د شپږو غوښتنو منلو ژمنې کړې وې خو د شاوخوا دوه کلونو تیرېدو باوجود یې هغه پوره نه کړ.
بلوچستان نیشنل پارټۍحکومت ته شپږ نکات ایښودې وو چې پکې د لادرکه کسانو موندل، د ترهګری ضد قامي تګلاره او په وفاقي حکومت کې د بلوچستان لپاره شپږ فيصده کوټه عملي کول، د افغان کډوالو واپسي، او د اوبو بحران ختمولو لپاره به صوبه کې د بندونو جوړول شامل وو.
د بلوچستان نیشنل پارټۍ ویاند اغا حسن د جون پر ۲۲مه مشال رېډیو ته وویل چې د تحریک انصاف غړي ورسره دا مهال د اتحاد بیرته جوړولو لپاره رابطې کوي خو د حسن په خبره، دوی به پرې غور د غوښتنو پوره کېدو وروسته کوي.
''زموږ حکومت سره پر شپږ نکاتو سیاسي اتحاد وو، حکومت موږ سره ژمنه او تحریري معاهده وکړه خو پر خپلو خبرو ونه درېده او موږ ورسره اتحاد ختم کړ.''
د بلوچستان نیشنل ګوند مشر اختر مينګل د جون پر ۱۷مه قامي اسمبلۍ ته وينا کې په رسمي توګه له حکومتي ګوند څخه د بېلېدو اعلان وکړ.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بلوچستان نیشنل پارټۍ دا مهال څلور غړي دي خو د اغا حسن په خبره، د اتحاد ختمولو وروسته اوس دوی په اسمبلۍ کې پر ازادو څوکیو کښېني.
دا چې پاکستان تحریک انصاف ګوند د بلوچستان نیشنل پارټۍ سره د اتحاد ختمیدو او د شپږ غوښتنو په اړه څه وايي، په بلوچستان کې د تحریک انصاف ګوند غړی عمر خان جمالي وايي چې دوی د منګل ډلې پر غوښتنو غور کړې او هیله ده چې دا ډله به ژر بیرته خپله اتحادي کړي.
''په سیاست کې تل خلک دا هڅه کوي چې خپل ملګري ځان سره پر مخ بوځي. اختلافات ضرور وي خو موږ پوره هیله لرو چې بلوچستان نیشنل پارټي به ژر زموږ سره اتحاد وکړي. حکومت د خپلو وسایلو په ترڅ کې پر مخ ځي. او موږ د بي این پر ځینو غوښتنو غور کړی دی.''
دا چې د بلوچستان نیشنل پارټۍ اتحاد په موجوده وخت کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند لپاره څومره مهم دی، په کوټه کې خبریال سید علي شاه وايي چې د بلوچستان نیشنل پارټۍ اتحاد ختمولو سره د وزیراعظم عمران خان په مشری حکومت ته دومره خطره نه ښکاري خو دا ګوند د بلوچستان په سیاست کې مهم رول لري.
بلوچستان نېشنل ګوند د ۲۰۱۸ز کال د اګست په مياشت کې په مرکز کې تحريک انصاف ګوند سره د اتحادیې ګوند په توګه مفاهمتي ياداشت لاسليک کړي وو.