د لاسرسي ځای

تازه خبر

'خیبر پښتونخوا ته د بجلۍ پیسو کې د نواز شریف ونډه تر عمران خان زیاته ده'


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د تربېلا ډېم پرانسته کوي. ۲۰۱۹، ۲م مې
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د تربېلا ډېم پرانسته کوي. ۲۰۱۹، ۲م مې

د جون په ۱۹مه نېټه د خیبر پښتونخوا په وړاندي کړل شوي بجټ کې په راروان مالي کال کې د مرکز نه د بجلۍ د خالصې ګټې په برخه کې د څه دپاڅه اته پنځوس اربه روپو د ترلاسه کولو حساب لګول شوې دې خو د خزانې د وزارت د سرکااري دستاویزاتو ترمخه د دوه زره اتلسم نولسم د مالي کال په بجټ کې د پنځه شپېته اربه روپو د بجلۍ خالصې ګټې په مد کې صوبې ته یواځې شل اربه روپۍ ترلاسه شوي دي.

حزب اختلاف په صوبه کې د تحریک انصاف پر حکومت د بجلۍ خالصې ګټې د پیسو په نه ترلاسه کولو نیوکې کوي او دوی له صوبايي حکومته غوښتنه کوي چې د دې لپاره دې فعاله کردار ولوبوي خو صوبايي حکومت په ظاهره په دغه لړ کې د خپل مرکزي حکومت خلاف څه خبره نه کوي.

د خیبر پښتونخوا د بجټ سرکاري وستاویزاتو کې د خزانې وزارت دا خبره په ګوته کړي ده چې په مرکز کې د میا محمد نواز شریف په دور کې په وروستیو دوو کلونو کې د خیبر پښتونخوا صوبې ته د بجلۍ خالصې ګټې په لړ کې د عمران خان د حکومت د دوه کلن دور په مقابله کې زیاتې پېسې ورکړل شوي وې.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د حزب اختلاف مرستیال مشر سردار حسېن بابک پر صوبايي حکومت نیوکې کوي او وايي، فکر نه کوي چې په راروان مالي کال کې به د بجلۍ د بقایا جاتو دا ستونزه حل شي: ''د نواز شریف د مرکزي حکومت په پنځه کلن دور کې د بقایا جاتو په ترلاسه کولو کې دومره ظلم نه وو شوی څومره چې د تحریک انصاف د مرکزي حکومت په دور کې روان دی، او بیا د افسوس خبره دا ده چې صوبايي حکومت د شریکو ګټو شورا (سي سي ای) کې په ذمه دارۍ د بجلۍ د بقایا جاتو ترلاسه کولو لپاره خپل کردار لوبوي او نه ددې لپاره دوي یوه پارلیماني جرګه جوړوي چې د صوبې ټول سیاسي ګوندونه په شریکه په مرکزي حکومت فشار واچوي او له هغه خپل قرض ترلاسه کړي)).

هم په دې لړ کې د قومي وطن ګوند صوبايي مشر سکندرخان شېرپاو هم په صوبه کې د تحریک انصاف په حکومت نیوکې کوي او وايي پکار ده صوبايي حکومت د مرکز نه د خپلو بقایه جاتو په ترلاسه کې فعاله کردار ولوبوي او د صوبې د ولس د ښېر ښېګړي او پرمختګ په خاطر خپلي مالي ستونزي حل کړي .

د پښتونخوا د خزانې د وزارت لخوا د بجټ په اړه په جوړي شوي سرکاري کتابچه کې لیکل شوي دی چې په د دوه زه ولسم اتلسم د مالي کال په بجټ کې د مرکز نه د بجلۍ د خالصې منافع او د بجلۍ د زړو بقایا جاتو د ترلاسه کولو لپاره د پنځه دېرش اربه روپو هدف ټاکل شوي وو او هغه مالي کال کې صوبې ته په دغه حساب کې د پنځه دېرش اربه روپو پرځای یو څلویښت اعشاریه شپږ اربه روپۍ ورکړل شوي وې. په پېښور کې خبریال محمود جان بابر وايي هغه وخت په صوبه کې د تحریک انصاف حکومت وو: ''د میا نواز شریف د دور په اخیرني دوو کلونو کې له مرکزه صوبې ته د خیبر پښتونخوا د اوبو د بجلۍ په خالصې ګټه کې ډېره زیاته پیسه ورکړل شوې وه خو د تحریک انصاف د حکومت په لومړیو دوو کلونو کې صوبې ته په دغه مد کې ډېره کمه پيسه ورکړل شوي ده.''

هم په دې لړ کې مو د خزانې له صوبايي وزیر تیمور سلیم جګړا نه چې پوښتنه وکړه چې تېر کال دوي ته د مر کز نه ولي د بجلۍ د بقایا جاتو په مد کې دومره لږې پېسې ورکړل شوي دي نو په ځواب کې هغه وویل چې مرکزي حکومت د کورونا وایرس د وبا او د تېرو حکومتونو د ناسمو اقتصادي پالیسیو له وجې له مالي مشکلاتو سره مخامخ دی.

خو حزب اختلاف د صوبايي حکومت دا دریځ ردوي او دوي وايي د کورونا وایرس وبا خو د تېرو دریو میاشتو نه رامخي ته شوي وه او په هېواد باندې د بهرني قرضو مسئله هم ډېره پخوانۍ ده. د حزب اختلاف په خبره صوبايي حکومت له پکار ده چې د مرکز نه د خپلو وسایلو په حساب د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره فعاله کردارو لوبوي.

XS
SM
MD
LG