وزير اعظم عمران خان وايي، اپوزيشن ګوندونه غواړي چې په حکومت فشار په اچولو سره دی له څوکۍ لیرې کړي خو ورته معلومه نه ده چې که د ګوند بل هر څوک يې وزير اعظم شو او چې چا هم درغلي کړې وي نو حساب به ترې اخلي.
د جون پر ۳۰مه د قامي اسمبلۍ غونډې ته وزير اعظم عمران خان وويل، دوی کله هم دا نه دي ويلي چې څوک يې له واکه نه شي لرې کولای او څوکۍ ډېره مضبوطه وي هېڅوک مضبوط نه وي او ورته به يوه ورځ دا څوکۍ پرېښودل وي.
د عمران خان وينا وه تر هغه وخته زموږ ګوند او حکومت څوک نه شي راغورځولی تر څو چې دوی په خپله نظريه او اصولو ولاړ وي.
نوموړي په خپله وینا کې ادعا وکړه چې اپوزيشن ګوندونو شور ځکه جوړ کړی، دوی غواړي چې عمران خان دې شپږو اوو کسانو له اېن ار او ورکړي. د ده په وینا د پروېز مشرف په واکمنۍ کې حالات دومره خراب نه وو خو نوموړي چې کومه اېن ار او ورکړه نو د هغې لوجې نن ملک دې ځای ته رارسېدلی دی.
قامي اسمبلۍ ته د وزير اعظم وينا، له وړاندې حکومتي او اپوزيشن پارلېماني استازو ترمنځه د تاو تريخوالي له کبله اپوزيشن غړيو د وزير اعظم وينا اورېدو بايکاټ وکړو او عمران خان تقرير پر وخت اپوزيشن بېنچونه په مکمله توګه خالي ول.
په داسې حال کې چې حکومت د جون پر ۲۹مه د قامي اسمبلۍ مالي کال ۲۰۲۰-۲۱ لپاره بجټ منظور کړو وزير اعظم عمران خان ته د جون پر ۳۰مه د ماينس يو بيان ورکولو ضرورت ولې راپيښ شو؟
خبریال عدنان رحمت وايي د بجټ منظورولو وروسته نه ګڼي چې عمران خان به له خپلې څوکۍ استعفې ورکړي او نوموړي پر ځای به د ګوند بل کوم يو غړی وزيراعظم جوړ شي.
د نوموړي وينا وه په کال کې بجټ وړاندې کول اوبيا هغه منظورولو نه ظاهريږي چې وزيراعظم په پارليمان کې ساده اکثريت لري خو تحريک انصاف حکومت لپاره د پريشانۍ خبره دا ده چې تقريبا ټول اتحاديان ترې په څه نا څه وجه خپه دي او هغوی پخلا کولو کې ياد ګوند د ځنډ کار واخيستو چې کله پارلېمان د بجټ منظورولو وخت راغلی نو ورته احساس وشو، داسې نه چې بجټ منظورولو کې له ناکامې سره مخامخ نه شي نو وزيراعظم دا ګڼي چې دا هر څه د يوې منصوبې تر لاندې شوي نو ځکه يې په پارلېمان کې د ماينس يو خبره وکړه.
د ذکر ده چې مسلم ليګ (ن) او پيپلز ګوند په ګډون اپوزيشن ګوندونو غړي وار په وار دا خبره کوي چې عمران خان د خرابو پاليسيانو لوجې ملک په معاشي توګه له مشکلاتو سره مخ دی نو نوموړي له استعفې په ورکولو سره يا خودې انتخابات اعلان کړي اويا دې د ګوند بل کوم غړې وزير اعظم وټاکي.
خو تحريک انصاف ګوند بيا وايي، عمران خان د ولس په ووټونو وزير اعظم جوړ شوی دی او د اپوزيشن په غوښتنه به کله هم استعفې ور نه کړي.
د فېسبوک تبصرې