د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت دې د کوروناوایرس په باب ولسي اګاهي ډېره کړي


په ډېره اسماعیل خان، مردان، پېښور او نورو برخو کې یوې غیر سرکاري ادارې د کوویډ-۱۹ ضد ولسي اګاهي کمپاین پیل کړی.
په ډېره اسماعیل خان، مردان، پېښور او نورو برخو کې یوې غیر سرکاري ادارې د کوویډ-۱۹ ضد ولسي اګاهي کمپاین پیل کړی.

پاکستانۍ ‌‌‌‌‌‌ډان ورځپاڼې د اتوار پر ورځ د خيبر پښتونخوا د صحت محکمې د يوه لوړ پوړي چارواکي په حواله خبر ورکړ چې په تېره يوه اوونۍ کې په صوبه کې د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ لپاره په ټيسټونو کې ۴۰ فيصده کمی ليدل شوی.

دې چارواکي، چې نوم يې نه دی ښودل شوی، ويلي چې حکومت بايد د عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې پر هغو چې د ټوخي، تبې يا سالنډي شکايت لري، د خپلې طبي معاېنې کولو ارزښت په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړي.

حکومت له خلکو غوښتي چې پر ۱۷۰۰ ټيليفوني شمېره صحت محکمې ته زنګ ووهي او د کورونا ټيسټ د طريقه کار په اړه معلومات ترلاسه کړي.

خو د ملاکنډ ضلعې د بټخېلې د لوی روغتون مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر سعيد الرحمان وايي، د سيمې ‌‌‌‌‌‌خلک د کورونا وايرس ټيسټ ته ځکه زړه نه ښه کوي چې يو خو ‌‌‌‌‌‌ډېری يې بې سواده دي او بل د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په اړه غلطې پروپيګنډې ورته رسېدلې دي.

دی البته زياتوي چې د ناروغانو د درملنې د خپل اساسي کار ترڅنګ د هسپتال عمله کوښښ کوي چې د کورونا وايرس له وبا سره تړلې د خلکو ویرې ترهې ختمې کړي.

‌‌‌‌‌‌''موږ د ناروغانو د درملنې پر چارو بوخت يو، خو دوه مسالې مو پر کوویډ ۱۹ ناروغۍ قابو موندلو ته نه پرېږدي. يوه په خلکو کې د تعليم کمی او بله د کورونا وايرس په اړه خپرې شوې ناسمې پروپيګنډې. يو ناروغ وېرېږي چې په هسپتال کې به د زهرو ستن ورته ووهي او مړی به يې د ده کورنۍ ته ور نه کړل شي. دا خو واضح خبره چې د کورونا وايرس يو ناروغه تن که معاېنه او درملنه و نه کړي نو نور خلک ناروغوي. موږ له خپل کار سره سره د علاقې له مشرانو سره جرګې هم کوو چې خدای ته وګورئ، خپل خلک پوه کړئ چې پر وخت معاېنات وکړي، کنه چې وروسته په ‌‌‌‌‌‌ډېر ناروغه حالت کې موږ ته راشي نو د بچ کېدو چانس يې هم ډېر کم وي.''

حکومت ويلي، د صوبې په بېلا بېلو ښارونو کې يې د کورونا وايرس معاېنې لپاره، چې سواب ټيسټ ورته وايي، ۱۲ لېبارټريانې جوړې کړې دي.

د حکومت په خبره، صحت محکمې خپل روغتيايي کارکوونکي، پوليس او د اوبو د رسد او د چاپېريال د پاکوالي محکمو کارکوونکي تربيه کړي چې څنګه به د کورونا وايرس علامات لرونکي کسان پيدا او معاېناتو ته اړ کوي.

د صوابۍ ضلعې اېډيشنل ‌‌‌‌‌‌ډيپټي کمېشنر ګوهر خان د جولای پر شپږمه مشال را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وويل چې دوی د هغو ناروغانو چې له ټيسټونو تښتي، د موندلو او معاېناتو ته د اړ کولو يو پلان وار له مخه عملي کړی.

د ده په خبره، اجازه به ور نه کړي چې يو ناروغه کس له معاېنې پټ او ټولنې ته خطر جوړ شي.

''څلورمه پنځمه ورځ ده داسې ته رپورټونه مو ترلاسه کړل چې ځينې ناروغان خپل معاېنات نه کوي. موږ فوري کار روايي وکړه. د صحت محکمه يا پوليس چې هر وخت له موږ مرسته وغواړي، زموږ سټاف ځان وررسوي. او دا ځکه چې د ټولې ضلعې د اوسېدونکو د صحت او د هغوی د ژوند خبره ده. موږ يو ناروغه کس پوهوو چې که معاېنه وکړي نو هم د ده او هم د ټولنې په ګټه ده. موږ د صوابۍ د کليو د اصلاحي جرګو له مشرانو سره هم په رابطه کې يو چې زموږ کار اسان شي. موږ کولای شو چې چيرته ضروري وي زور وکاروو، خو د هغې نوبت لا نه دی راغلی.''

د خيبر پښتونخوا د صحت محکمې ويلي، له هغه راهيسې چې مرکزي حکومت د نرم يا سمارټ لاکډاون پالېسي عملي کړې، د هېواد په ټولو صوبو کې د کورونا وايرس په معاېناتو کې د پام وړ کمی راغلی.

د صحت محکمې زياته کړې، د صوبې په هغو ضلعو کې چې د کورونا وايرس وبا زښتې ‌‌‌‌‌‌ډېرې ځپلي، لکه پېښور، سوات، ملاکنډ، دير او ايبټ اباد، داسې کسان هم موندل شوي چې د کورونا وايرس علامات يې نه لرل، خو ورباندې اخته ول او دا چې که معاېنه او درملنه يې و نشي نو د خپلو کورنيو او چم ګاونډ خلک به ناروغه کړي.

XS
SM
MD
LG