پراګ - د کووېډ-۱۹ په اړه د پاکستان سرکاري ووبپاڼې له وینا سره سم، د جولای تر ۱۱مې په هېواد کې له کورونا وایرسه د مړیو شویو کسانو شمېر ۵۱۲۳ ته رسېدلی خو تر یو لک ۵۳ زره زیات کسان له دغه وایرسه رغېدلي هم دي.
په پاکستان کې تر ټولو زیات کېسونه په سند کې رپورټ شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې له وایرسه د ناروغه کسانو شمېر ۲۹۷۷۵ ته رسېدلی دی.
په پاکستان کې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د ملک په مختلفو برخو کې ټولبند عملي دي.
بلخوا د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې ښايي چې د جولای تر ۱۱مې په افغانستان کې د کورونا وایرس ځپلو شمېر ۳۴۳۵۱ ته رسېدلی دی.
په افغانستان کې له کوویډ ۱۹ ناروغۍ ۹۷۵ کسان مړه شوي خو ۲۱۱۰۵ کسان ترې بېرته جوړ شوي هم دي.
بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د جولای پر ۱۰مه د نړۍ په کچه د کورونا وایرس د یو وار بیا زیاتیدو راپور ورکړ چې له مخې یې په امریکا، هند او جنوبي افریقا کې زیات خلک پرې اخته شوي دي.
یاد سازمان وايي، په تېرو شپږو اوونیو کې د نړۍ په کچه د کوویډ ـ ۱۹ پېښې یو په دوه زیاتې شوې او هره ورځ په اوسط ډول د ۲۲۸ زرو نه د زیاتو کسانو په بیمارېدو ټوله شمېره ۱۲ اعشاریه درې میلیونو ته پورته شوې ده.
د جانز هاپکېنز د معلوماتو له مخې تر دې مهاله کویډ ۱۹ ناروغۍ په نړۍ کې نېږدې پنځه لکه او ۶۰ زره کسان وژلي خو څه کم اووه میلیونه ترې بیرته ښه شوي هم دي.
کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.
د فېسبوک تبصرې