د دې ادارې مشر، حسن ناصر جامي د جولای پر ۱۳مه د عمان د هوا بازۍ ادارې مشر مبارک صالح الګيلاني په نوم ليکلي خط کې ويلي چې د ټولو پاکستاني پيلوټانو اجازت نامې سمې دي او د کومو په لایسنسونو چې لږ شک هم وو، هغوی له پروازونو منع کړل شوي او وضاحت ترې غوښتل شوی دی.
تر دې مخکې د پاکستان د هوابازۍ وزیر ويلي وو چې د ۲۶۲ پيلوټانو لایسنسونه مشکوک دي. وروسته ۲۸ پيلوټان له دندو هم ليريکړل شول
رسنيوو ته رسيدلي په دې ليک کې راغلي چې د يو شمېر ملکونو لخوا د ۱۰۴ پيلوټانو لايسنس د تصديق لپاره ورسره رابطه شوې وه چې په هغوی کې ۹۶ لایسنسونه سم راوختل او د پاتو په اړه پلټنې روانې دي.
د حسن ناصر جامي په وينا د جعلي لايسنسونو په هکله خپور خبر رسنيوو په غلط ډول وړاندې کړی وو.
رسنيوو چې کوم خبر راخیستی وو هغه د پاکستان د هوابازۍ د وزیر بيان وو چې په قامياسمبلۍ کې یې ورکړ. غلام سرور خان د جون په څلورويشتمه قامي اسمبلۍ ته وويل چې د پاکستان په ۸۶۰ پيلوټانو کې د ۲۶۲ لايسنسونه مشکوک دي. د نوموړي وينا وه.
"دا ډيره د افسوس او شرم خبره ده چې زموږ څلويښت فيصده یاني ۲۶۲ پلوټانو لايسنسونه صحيح نه بلکه جعلي دي. دې پيلوټانو امتحان پخپله نه دی ورکړی بلکه د دوی پرځای بل چا امتحان ورکړی دی."
د هغه په وینا ځيني پيلوټان په سياسي بنيادونو دندې تر لاسه کړې شوي. تر دې وروسته ۲۸ پيلوټان له دندو ليري کړل شول او د پاتو په اړه پلټنې روانې وساتل شوې.
دا هر څه په کراچۍ د پاکستان هوايي کرښې يا پي آيي اې د الوتکې تر غورځېدو وروسته مخې ته راغلل.
د مې پر ۲۳مه له لاهوره کراچۍ ته روانه الوتکه کې ۹۷ کسان مړه شوي وو.
تر دې وروسته اپوزیشن سياستوالو د پلټنو غوښتنه وکړه. په لومړي سر کې د هوابازۍ وزارت د دې پېښې پړه پر پايلټ واچوله خو د دې مړه شوي پايلټ کورنۍ دا رد کړه.
د وزیر غلام سرور خان تر بيان وروسته يورپي يونين او برتانيې د جولای له څلورمې نيټې څخه د پي ايي اې په پروازونو د شپږو مياشتو لپاره بنديزپه لګولو سره وويل د مساپرو خوندي ساتلو لپاره يې دا ګام پورته کوي. وروسته امريکې هم ورته بندیز ولګاوه.
دې ترڅنګ د اروپا فضا ژغورنې ادارې د جولای پر ۸ مه دوه ۳۰ هېوادونو ته ليږلي يوه خط کې ويلي چې له پاکستانه لايسنس اخيستونکيو پيلوټانو ته د الوتکو الوزولو اجازت ورنه کړي.
د پاکستان د هوابازۍ ادارې د مشر تر خط وروسته په پاکستان کې د پيلوټانو اتحاديې پالپا په خپلې خبرپاڼه کې د جولای پر ۱۶مه ويلي چې دا د دوی د هغه دريځ پخلی کوي چې ويلي یې وو د دوی پيلوټان مسلکي خلک دي.
د فېسبوک تبصرې