د پاکستان سوداګرانو د محدودیتونو ضد احتجاج کړی
د پاکستان د یو شمېر سیمو سوداګرانو د جولای پر ۱۸مه په اسلام اباد کې احتجاج وکړ. دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې د کورونا وایرس مخنیوي محدودیتونه نرم کړي او ورته دې هره ورځ د زیاتو ساعتونو لپاره د کاروبار اجازه ورکړي. دوی غوښتل چې د پارلېمان ودانۍ او وزیراعظم دفتر لوري ته ورشي خو پولیسو یې مخه ونیوله. حکومت د سوداګرانو د غوښتنو په غبرګون لا څه نه دي ویلي خو دریځ لري چې د وایرس مخنیوي لپاره محدودیتونه اړین دي. ځینو مظاهره کوونکو هارنونه وهل. دا چې ولې؟ ځواب یې په ویډیويي رپورټ وګورئ.
د فېسبوک تبصرې